1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوليس: په ارزگان کې تر پنځوسو زيات طالبان وژل شوي دي

۱۳۸۶ آبان ۷, دوشنبه

د افغانستان په سويلي ارزگان ولايت کې د پوليسو د څرگندونو له مخې تر پنځوسو زيات طالبان وژل شوي دي. د ايساف ځواکونو، افغان عسکرو او مخالفينو تر منځ نښتې په ترين کوټ کې وشولې.

https://p.dw.com/p/DK88
د طالبانو ديارلس تنه جنگيالي نيول شوي هم دي
د طالبانو ديارلس تنه جنگيالي نيول شوي هم ديانځور: AP
ويل کېږي چې ايساف د ځمکنيو او هوايي ځواکونو د لارې د طالبانو پر مورچلو باندې بريدونه کړي دي. بلې خوا ته په هلمند کې درې تنه ملکي وگړي په يو ځانمرگي بريد کې وژل شوي دي. بريد کوونکي د لښکر گاه په بازار کې بم چوولی و. ځايي چارواکو د بريد پړه پر طالبانو اچولې ده.