1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو بارکزۍ په زوره روغتون ته انتقال کړه

۱۳۹۰ مهر ۲۲, جمعه

بارکزۍ چې د ټاکنو د کمیسیون د فیصلې په وړاندې یې د نه خوړلو اعتصاب کړی وو د پولیسو لخوا په زوره روغتون ته بیول شوې. که څه هم د هغې پلویان وایې پولیسو بارکزۍ یرغمل کړې خو پولیس ادعا کوي چې دغه کار په مدني ډول تر سره شوی

https://p.dw.com/p/12rke
بارکزۍ د څه نا څه دوه اونیو را په دیخوا د نه خوړلو اعتصاب کړي
بارکزۍ د څه نا څه دوه اونیو را په دیخوا د نه خوړلو اعتصاب کړيانځور: dapd

د میرمن بارکزۍ پلویان وایې چې هغه تیره شپه «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتي ۱۳» د پولیسو لخوا په زور سره له خپل خیمې څخه ایستل شوي او په جبر سره روغتون ته بیول شوي ده. دغو کسانو د «Youtube» په انترنیتي ویب پاڼي کې د پیښي ځیني ویدیوګاني خپري کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي، هم د دغي پیښي بخلۍ کوي خو وایې چې دغه کار یې ځکه کړی چې پولیسو د میرمن بارکزۍ د امنیت په اړه ډیري انديښني درلودلي.

صدیقي د المان غږ سره په یوې مرکې کې وویل چې د مدني اعتراضاتو تر سره کول د هر افغان حق دی او افغان پولیس د قانوني اعتراضاتو مخ نیوی نه کوي. هغه زیاته کړه چې پولیسو ځکه میرمن بارکزۍ روغتون ته بیولې چې د هغې د امنیت په اړه یې اندیښني درلودي.

صدیقي زیاته کړه چې پولیسو داسي استخبارتي معمولات تر لاسه کړي ول چې د هغه په وینا د افغانستان دښمنانو غوښتل د فرصت څخه په استفادي سره پر میرمن بارکزۍ برید وکړي. ٍصدیقي وویل چې پولیسو د دغي پیښي د مخنوي لپاره میرمن بارکزۍ روغتون ته انتقال کړې ده.

د صدیقي پر حواله افغان پولیسو د میرمن بارکزۍ سره د امنیتي کواښونو په اړه خبري کړي وي خو کله چې بارکزۍ په خپله حاضره نه شوه چې د خپل د اعتراض سیمه پریږدي نو پولیس مجبور شول چي هغه روغتون ته انتقال کړي.

صدیقي ادعا کوي چې دغه کار یې په مدني شکل تر سره کړی دي او امیتي ځواکونو د بارکزۍ پولیان نه دي ټګولي. دا ‎په داسي حال کې ده چې د میرمن بارکزۍ پولیان چې د څه نا څه دوو اونیو څخه را په دیخوا یې د نه خوړلو اعتصاب کړی وایې چې پولیسو هغه یرغمل کړې ده.

کله چې د صدیقي څخه وپوښتل شو چې ولي پولیسو د میرمن بارکزۍ امنیت په هماغي سیمي کې چې یې اعتصاب کاوه تینګ نه کړ، صدیقي وویل چې په یادي سیمي کې د بارکزی د امنیت ټینګول ستونزمن کار وو. د صدیقي په وینا هغه سیمه چې بارکزۍ په کې د نه خوړلو اعتصاب کاوه يوه پراخه ساحه ده. د صدیقي په خبره سیمې ته د افغانستان د مشرانو تګ را تګ خو د بارکزۍ د امنیت ساتل لا ستونزمن کړی وو.

په همدې حال کې بیا ښاغلی ظاهر چې د بارکزۍ سره یو ځای یې په پارلمان کې څپله څوکۍ له لاسه ورکړې وایي چې تیره شپه امنیتي ځواکونو د بارکزۍ پر خیمي برید وکړ. هغه زیادوې چې امنتي ځواکونو بارکزۍ او د هغي پلویان وهلي او په غیرې مدني شکل یې د هغو خیمي ویجاړې کړي دي.

ظاهر زیاتوي چې دغه کار د امنیتي اندیښنو له امله نه دی تر سره شوی. د هغه په وینا بارکزۍ د طالبانو او القاعدي په وړاندي اعتراض نه وو کړی چی د هغو له خوا ورته کوم کواښ رامنځ ته شوی وای.

اوس مهال بارکزۍ د سردار داود خان په ۴۰۰ بستریزه روغتون کې تر درملنې لاندي ده. صدیقي وایې چې د بارکزۍ کورنۍ او پلویان کولای شي چې په آزاده توګه له هغي څخه لیدنه وکړي.

میرمن بارکزۍ څه نا څه دوه اونۍ مخکې د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون د پریکړي په وړاندي چې له مخي یې هغه او د پارلمان اته نور وکیلان د درغلیو په تور له پارلمان څخه وویستل شول د نه خوړلو اعتصاب وکړ. بارکزۍ ادعا کوي چې د ټاکنو د کمیسیون لخوا یې حق تلف شوی. هغه په پارلمان کې د خپلی څوکۍ د بیا تر لاسه کولو غوښتونکې ده.

مسعود جهش
کتونکې: عبدالبار حیکیم