1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو د عمر متین مېرمن ولې نیولې؟

۱۳۹۵ دی ۲۹, چهارشنبه

د امریکا په فلوریدا کې د هم جنسبازانو پر یوه نڅا کلب باندې د برید کوونکي عمر متين د کونډي میرمن پر ضد په ترهگرۍ کې د مرسته کولو دعوا شوې ده. پر هغې تور دی چې له خپل خاوند سره یې د داعش د ملاتړ په هڅه کې مرسته کړې وه.

https://p.dw.com/p/2VyLI
USA Witwe des Attentäters von Orlando angeklagt
انځور: Getty Images/E. Nouvelage

د امریکا متحدو ایالاتو د فلوریدا په اورلنډو کې په خټه افغان امریکایي عمر متین اووه میاشتې وړاندې د همجنسبازانو پر یوه نڅا کلب باندي برید وکړ. په دغه برید کې ۴۹ تنه ووژل شول. اوس اووه میاشتي وروسته د هغه د میرمن پر ضد په ترهگرۍ کې د مرستي او قضا ته د خنډ پیدا کولو تورونو دعوا شوې ده.

هغه دعوا چې د کلفورنیا د اوکلاند د یوې محکمې پر وړاندي لوستل شوې ده پکښې راغلي دي چې نور س. (د عمر متین مېرمن) خپل مېړه دې ته تشویق کړی او مرسته یې ورسره کړې ده چې د «اسلامي دولت» (داعش) ډلې سره مرسته وکړي. پر دې سربیره هغه د پولیسو او د اف بي آی یا د امریکا د فدرالي پولیسو د چارواکو د خطا ایستلو له پاره هم گرمه گڼل شوې ده.

په جرم کې شریکه، په جرم خبره او که بې خبره مېرمن؟

د رسنیو د رپوټونو له مخې مرمین نور س. تر مخه د خپل خاوند د برید په پلان خبره وه. د دغو رپوټونو له مخې هغې لږ تر لږه له خپل خاوند سره یو وار تر دغه کلبه پوري ملتیا کړې ده او یو بل ځل یې له خپل خاوند سره مرمۍ اخیستي وې. پر دې سربیره دا هم ویل شوي دي چې د دغه برید پر مهال دغې میرمنې له خاوند سره د لنډ تلیفوني پیغام یا اس ام اس له لارې اړیکه درلودلې ده.

د يادي میرمن مدافع وکیلي «سي ان ان» تلویزوني شبکې ته ویلي دي چې دغه ۳۰ کلنه میرمن د خپل خاوند له پلانونو څخه نه وه خبره. دا په داسې حال کې ده چې که چیرې پر هغې دغه تورونه ثابت شي، ښایي د عمري بند له سزا سره مخامخ شي.

عمر متین چې په خټه افغان امریکایي دی، د تیر عيسوي کال په جون میاشت کې په اورلنډو کې د همجنسبازانو پر یوه نڅا کلب باندې برید وکړ، چې ۴۹ تنه پکښې ووژل شول او۵۳ نور ټپیان شول. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه برید کوونکی چې په ظاهري توگه د انټرنیټ له لارې د تندلارې ډلې د پروپاگنډ په واسطه تندلارتوب ته مخه کړې وه، تر برید لږ وروسته د پولیسو د ځانگړو ځواکونو له لوري په ډزو ووژل شو.

تر دغه برید وروسته د هغه له میرمنې څخه پوښتنې گرویږنې شوې وې. تر هغه وروسته ميرمن له خپل څلور کلن زوی سره کلفورنیا ته وکوچیده. هغه د دوشنبې په ورځ د سان فرانسیسکو په سیمه کې ونیول شوه.

نور مطالب