1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو په سنکیانگ کې ۱۳ بریدگر وژلي دي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۳۱, شنبه

د چین پولیسو د دغه هیواد په ناآرامه ولایت سنکیانگ، کې ۱۳ برید کوونکي هغه وخت وژلي دي چې خپل موټر یې د پولیسو د یوه مرکز پر لور وروستی او چاودیدونکي توکو ته یې انفجار ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1CNSj
انځور: AP

د رپورټونو له مخې د شنبې د ورځې په پیښه کې درې تنه پولیس هم ټپیان شوي دي. دا په سنکیانگ ولایت کې چې له تاوتریخوالي سره لاس او گریوان دی، وروستۍ تازه پیښه ده.

د چین دولتي خبري آژانس شینهوا، په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د «داړه مارانو ډلې» د سنکیانگ په سویل کې خپل موټر د عامه امنیت له ودانۍ سره جنگولی دی او خپلو چاودیدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړې ده.

سنکیانگ د لږکيو مسلمان ایغوریانو ټاټوبی دی، چې له پیکنگ سره یې اړیکي ترینگلي دي. ډیری ایغوریان د چین پر حکومت تور پورې کوي چې د دوی پر کلتوري او مذهبي مراسمو یې محدودیتونه وضع کړي دي او د چین د هان د قبیلي په پرتله ورسره توپیري چلند کوي.

پیکنگ پر ایغور بیلتون غوښتونکو وسله والو باندې چې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنگ سره تړاو لري، په وروستیو وختونو کې دغه په ځای کې د مرگوني بریدونو د تر سره کولو له پاره گرم گڼي.

چارواکو د روانې اونۍ په پیل کې په سنکیانگ کې، ۱۳ تنه «د ترهگریزو بریدونو» په تور اعدام کړي ول. پیکنگ نور درې تنه د تیر کال اکتوبر په میاشتې کې د تیاننمن، په میدان کې د برید د ترسره کولو په تور د اعدام په سزا محکوم کړي دي. په دغه برید کې دوه تنه وژل شوي ول او نور ۴۰ تنه ټپیان وو.

تیره میاشت هم، برید کوونکو د سنکیانگ ولایت د مرکز ارومچي په یوه بازار کې له جیپ موټرو څخه پر خلکو باندې چاودیدونکي توکې ورغورځولي وو. په دغه پیښه کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي وو.

د روان میلادي کال په مارچ میاشتې کې هم په کونمېنگ، کې برید کوونکو چې په چړو باندې سمبال وو، په برید کې ۲۹ تنه وژلي وو او ۱۴۳ تنه یې ټپیان کړي وو.