1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو په فرانسه کي د سرکوزي کور او دفتر پلټلی دئ

۱۳۹۱ تیر ۱۴, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15QxG

په فرانسه کي د پخواني جمهور رئیس نیکولا سرکوزي کور تر پلټني لاندی نیول سوی دئ. لکه څرنگه چي د دده وکیل خبر ورکړی دئ، پولیسو په پاریس کي د هغه کور او همدارنګه دفتر تلاشي کړی دئ. د ده پر شتمني ماندینې لیلیانا بیټنکورټ باندي تور لګول کیږي چي په ۲۰۰۷ میلادي کال کي ئې د انتخاباتي کمپاین له پاره په غیر قانوني ډول پیسې لګولي دي. له هغه وروسته چي سرکوزي د خپل حریف فرانسوا اولاند په مقابل کي ماته وخوړه، دی به هم له عدلي تعقیب څخه خلاص نه سي.