1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو په فرانسه کې ۱۹ شکمن ترهگر ونیول

۱۳۹۱ فروردین ۱۱, جمعه

فرانسوي پولیسو د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۱۹ شکمن افراطي اسلامپال نیولي دي. د دغو کسانو له ډلي څخه ډیر ئې د تولوز په ښار کې نیول شوي دي. په دغه ښار کې یوه افراطي اسلامپال اووه کسان ووژل.

https://p.dw.com/p/14V6F
انځور: Reuters

پولیسو ویلي دي چې د تولوز په ښار کې وروستي توقیفونه د محمد مراح له قضيې سره مستقیم تړاو نه لري. ۲۳ کلن محمد مراح د فرانسې په تولوز ښار کې درې فرانسوي سرتیري، درې یهود ماشومان او د هغوی یو ښوونکی وواژه. خپله مراح د پولیسو له خوا د هغه په کور کې ووژل شو.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله د جمعې د ورځي د عملیاتو موخه د ترهگرو د احتمالي ډلو ځپل وو. د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي ویلي دي چې د جمعې د ورځي په عملیاتو کې یو شمیر وسلې او د مرمۍ ضد جاکټونه موندل شوي دي.

د جمعې په ورځ د فرانسې په ننتس او لې منس ښارونو کې هم یو شمیر کسان د ترهگرۍ په تور نیول شوي دي.

پولیسو په فرانسه کې د محمد مراح تر ښخیدو یوه ورځ وروسته د ترهگرو د نیولو عملیات تر سره کړي دي. د مراح ورور عبدالقادر، هم د پولیسو له خوا تر پوښتنو لاندي دئ.

د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي ویلي دي چې د تولوز د ښار تر پېښو وروسته ئې د افراطي اسلامپالو ترهگرو د ځپلو امر کړی دئ. هغه ويلي دي چې له خپلو امنیتي ځواکونو څخه ئې غوښتي دي چې د ټولو هغو کسانو جزئیات وڅیړي چې له ترهگرۍ سره د هغوی د یوځای کیدو امکان لیدل کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم