1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو په پاریس کې د کډوالو یو کمپ خالي کړی دی

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۱, جمعه

د پاریس په شمال کې د کډوالو یو پخپل سر جوړ شوی کمپ چې له ۱۰۰۰ ډیر کسان په کې میشت وو د جمعې په ورځ د پولیسو له خوا وختي خالي شوی دی. په دې کمپ کې د نورو تر څنګ افغان کډوال هم اوسیدل.

https://p.dw.com/p/1JUAP
انځور: DW/E. Bryant

د «فرانس تیري د اسایل» سازمان مشر ویلي دي چې د پاریس په شمال کې د جوراس تمځای ته نزدې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان ځای پر ځای شوي وو. د آلمان خبري آژانس یوه خبریال په دې سیمه کې په سلهاو کسان لیدلي دي چې په پیاده رو او یا هم په خیمو کې ویده وو.

د فرانسې خبرې آژانس ویلي دي چې دا د پولیسو له خوا ۲۶ ورته عملیات دي چې کډوال له په خپل سر جوړ شویو کمپونو څخه وباسي. دغه خبري آژانس زیاته کړې ده چې سیمې ته لوی سرویسونه رسیدلي دي چې کډوال د کډوالو کمپونو ته ولیږدوي.

په پاریس کې وخت نا وخت کمپونه رامنځ ته کیږي. په ځانګړې توګه د دې ښار په شمال کې ډیر وخت له افغانستان، سومالیا او ایریتیریا څخه رسیدلي کډوال کمپونه جوړوي.

د روان کال په می میاشت کې د پاریس ښاروال اعلان وکړ چې د کډوالو د ثبت مرکزونه به جوړ کړي او کډوالو ته به سرپناوې ورکړي. د دې اقدام هدف په پاریس کې د پخپل سر کمپونو مخ نیوي وه چې په وروستیو وختونو کې تر پخوا ډیر جوړیږي.