پولیس: هغه وګړی مو نیولی دﺉ چې په هرات کې ئې یوه نجلۍ وژلې وه
۱۳۹۱ مهر ۲۷, پنجشنبهاعلان
افغان پولیسو د پنج شنبې په ورځ وویل چې د هرات په ولایت کې یوه شل کلنه نجلې د خپلې خواښې له خوا د یوه بل وګړي په مرسته وژل شوي ده.
د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالمعروف احمدي د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې لا تر اوسه پورې د وژنې اصلي لامل معلوم نه دي. هغه زیاته کړې ده چې دغه نجلۍ د روانې میاشتې په اتمه نیټه وژل شوې وه.
دغه چارواکي ویلي دي چې پولیسو هغه وګړی چې د نجلۍ په وژلو کې ئې د هغې له خواښې سره مرسته کړې وه نیولی دﺉ. خو پولیسو دا خبره کړې ده چې لا تر اوسه پورې د نجلۍ د خواښې په نیولو نه دي توانیدلي.