1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پولیس: په آلمان کې افراطي اسلامستان پر زیاتیدو دي

۱۳۹۶ تیر ۳۰, جمعه

د آلمان د فدرال پولیسو مشر وایي چې اوسمهال په دې هیواد کې نژدې ۷۰۰ اسلامستان چې د ترهګرۍ ګواښ رامنځ ته کوي میشته دي. هغه له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د ښی او چپ اړخ افرطیان بیا تر دې کم خطرناکه بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/2gvUl
Salafisten in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinberg

د آلمان د فدرال(BKA) پولیسو مشر هولګر مونش، ویلي دي چې اوس په دغه هيواد کې د داسې اسلامستانو شمیر چې کیدای شي ترهګریزو بریدونو ته چمتوالی ولري، ۶۹۰ تنو ته رسیدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د روان کال په فبروري میاشت کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې په دې هیواد کې دغه شان ۶۰۰ کسان ژوند کوي.

مونش د «فرانکفورتر روندشاو» له ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ده ویلي دي چې رادیکاله اسلامستان په آلمان کې تر ټولو لوی ترهګریز ګواښ رامنځ ته کوي. هغه زیاته کړې ده چې د دې په پرتله د افراطي ښی او یا هم کيڼ اړخو له خوا احتمالي رامنځ ته کیدونکی ګواښ سطحي دی.

هغه ویلي دي: «د آلمان ایالاتونو د کيڼ اړخو په اړه داسې یوه شمیره وړاندې کړې چې سړی یې د لاس په ګوتو شمېرلای شي. د ښی اړخو [افراطیانو] شمیر لږ دی.»

د مونش څرګندونې د ډیرو هغو سیاستوالو د خبرو خلاف دي چې په هامبورګ کې یې له تاوتریخوالي څخه تر ډکو مظاهرو وروسته وویل چې کیڼ اړخې مخ پر ډیریدونکې توګه امنیتي ګواښونه رامنځ ته کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې مونش ګواښ وکړ چې افراطي ښی اړخي د دې ظرفیت لري چې ترهګرۍ ته تمایل پیدا کړي.

هغه ویلي دي: «د چپیانو د جرمي موضوع پر خلاف، موږ ډیر د دې ګواښ وینو چې د ښی اړخو په منځ کې کیدای شي ترهګریز جوړښتونه رامنځ ته شي. په تیرو دوو کلونو کې د مهاجرت موضوع په دې برخه کې د پام وړ افراطیت رامنځ ته کیدو لامل شوې. په ۲۰۱۵ او ۱۰۱۶ کلونو کې د مهاجرو پر مرکزونو باندي د بریدونو ډېرښت دغه موضوع روښانه کوي.»

د پولیسو دغه چارواکي ویلي: «موږ هوښیار یوو او غواړو چې ژر تر ژره په دې اړه پرانيستې څیړنې پیل کړو، بې له دې چې ډیر وخت د هغوی [شکمنو کسانو] کړه وړه وڅارو.»