1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوهنتونونو ته د ډيرو محصلينو د جذبولو هڅي

حسين سيرت/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۲ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې سږکال د ۳۰۰ زرو په شاوخوا کې زده کوونکي له ښوونځیو څخه فارغیږي او په پوهنتونونو کې د جذب ظرفیت د لوړولو له پاره هڅې ادامه لري. وزارت په پوهنتونو کې د لابراتورونو د فعالیدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/19OnT
A Turk family built a school and dormitory for girls in Herat, west of Kabul, Afghanistan. More than 200 girls are studying in this Afghan-Turk school. Girl students during studying in class. Copyright. DW/Hoshang Hashimi
Türkisch-afghanisches Internat für Mädchen in Heratانځور: DW/H. Hashimi

د ۱۳۹۲ کال د کانکور په ازموینه کې د ۱۰۰ زرو په شاوخوا کې د کانکور ګډونوال د افغانستان په پوهنتونونو کې د ظرفیت د نشتوالي له امله بې نتیجې پاته شول.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې ۱۳) په کابل پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس د څانګې د بنسټ ډبره کيښوده. هغه په دغه مراسمو کې وویل: «هر کال زموږ د فارغانو شمیر ډیریږي. تیر کال د ۱۸۰ زرو په شاوخوا کې زده کونکي له معارف څخه فارغا شول او سږکال به د ۳۰۰ زره په شاوخوا کې فارغه شي.»

ښاغلي عبید وویل چې د لوړو زده کړو وزارت په دې هڅه کې دی چې د لیلیو او تدریسي ودانیو په جوړولو سره د محصلینو د جذب ظرفیت لوړ کړي.د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه پوری اعلان نه دی کړی چې په روان کال کې به د کانکور څومره داو طلبان جذب کړي.

سږ کال به په افغانستان کی له ښوونځيو څخه ۳۰۰ زره کسان فارغ سي.
سږ کال به په افغانستان کی له ښوونځيو څخه ۳۰۰ زره کسان فارغ سي.انځور: Hoshang Hashemi

ښاغلي عبید وویل چې په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې پر ۳۰ پرمختیايي پروژو کار روان دی، ترڅو د زیاتو محصلینو د جذب له پاره زمینه برابره کړای شي. خو د لوړو زده کړو د وزیر په وینا دغه پروژې د کانکور ازموېنې د ټولو داوطلبانو له پاره بسنه نه کوي. د هغه په وینا دوی هڅه کوي چې ستونزې له منځه یوسي او د محصلینو مخ په ډیریدونکي شمیر ته په کتو سره ډیرې پروژې ولري او ډیر محصلین جذب کړای شي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د پوهنتونونو له پاره د لوړ ظرفیت درلودونکو نویو ودانیو جوړول، د وزارت له پروګرامونو څخه یو دی. دغه وزارت د شنبې په ورځ د جاپان هیواد په مالي مرسته د ساینس د پوهنځې د بنسټ ډبره کیښودله. د لوړو زده کړو وزیر وویل: « نن موږ د ۸.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کابل په پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس د ودانۍ له پاره د بنسټ ډبرې ایښودلو شاهدان یو.»

ټاکل شوې ده چې د دغې ودانۍ د جوړیدو کار به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړ شي. د ساینس د فاکولتې د دغې ودانې په جوړیدو سره به د محصلینو د جذب قابلیت هم لوړ شي.

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د مختلفو پوهنځیو له پاره د لابراتوارونو جوړول هم دوام لري. دا په داسی حال کې ده چې د تیرو کلونو د جګړو پرمهال زیاتره لابراتوارونه له کار لویدلي دي د طبعي علومو په برخه کې زده کوونکي یوازې په نظري درسونو اکتفا کوي.

د لوړو زده کړو وزیر په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې په دې وروستیو دوو میاشتو کې په مختلفو پوهنتونونو کې تر ۳۰ زیات لابراتوارونه فعاله شوې دي تر څو د کمیت تر څنګ د تحصیلي کیفیت برخې ته پاملرنه وشي.

د ښاغلي عبید په خبره د لابراتوارونو د تجهیزولو په برخه کې نړیوال بانک د لوړو زده کړو د وزارت ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه چې نړیوال بانک ژمنه کړې ده چې د زیربناو، تحصیلي بورسونو او د لابراتوارونو د فعالولو په برخه کې به د لوړو زده کړو له وزارت سره د ۲۵۰ میلیونه ډالرو مرسته کوي.