1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوهه قدرت ده

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د زده کړي له لاري پوهه لاس ته راځي. زده کړه انسان پياوړی کوي او له سياسي لحاظه ئې فعالوي. خو د نړۍ په بې وزلو هيوادونو کي د وگړو يوه ستره برخه له دې نعمت څخه محرومه شوې ده.

https://p.dw.com/p/15Hga
انځور: picture-alliance/dpa

«پوهه قدرت ده» دا کومه نوې وجيزه نه ده. هغه څلور پيړۍ لرغونتوب لري. انگريزی فيلسوف، فرانسيز بکن له دې او داسي نورو نظرياتو سره د موضوعاتو د فلسفي روښانتيا له پاره بنسټ ايښی دئ. خو د هغه دا نظر د وخت او زمان له لحاظه خپل اهميت له لاسه نه دئ ورکړی: پوهه قدرت ده، زده کړه د اقتصادي او سياسي پرمختيا، د ديموکراسي او ټولنير عدالت بنسټيز شرط دئ چي نن ئې موږ د نړۍ په گوټ گوټ کي په روڼو سترگو وينو.

د دې خبري يوه ښه بېلگه د عربي نړۍ په وروستيو ټولنيز او اصلاح غوښتونکو غورځنگونو کي وينو، چي په تونس کي له ياسمين انقلاب سره يو نيم کال مخکي پيل شو او ټوله عربي نړۍ ئې پر خوځښت را وستله.

د عربو د احتجاج غورځنگ

دا پوهه او منځنۍ طبقه وه چي په عربي نړۍ کي ئې احتجاج وکړ. دا ډيری ځوانان ول، چي د ۲۰ تر ۳۵ کلونو عمرونه ئې درلودل: محصلين او پوهان چي واکمنو رژيمونو ور سره دوکه کړي وه او له هغوي څخه ئې د پرمختگ هر ډول چانس اخيستي وو.

له رباط څخه نيولي تر رياض پوري هغوي - طبيبان، انجينران او ژورنالستان دي چي د آزادۍ، په سياسي ژوند کي د پراخي برخي اخيستو، د کار بازار ته د عادلانه لاس رسۍ او بيا په خاصه توگه د يوې روښاني راتلونکي له پاره مبارزه کوي.

د بشري پرمختيا رپوټ وايي چي عربي دولتونو په تيرو دوو لسيزو کي ښووني او روزني ته د لاس رسۍ له پاره کار پيل کړ- هغه هم له برياليتوب سره. حتی که چيري د تونس پخواني ولسمشر بن علي ته د پوهي او زده کړي له زاويي وکتل شي.

له زده کړي پرته بشري پرمختگ ممکن نه دئ

ستر آسيايي هيوادونه، لکه چين او هند ښکاره کوي چي زده کړي د اقتصادي ودي له پاره يو گټورعنصر دئ. جنوبي کوريا په ۵۰ لسيزه کي تر ډيرو افريقايي هيوادونولا ډير ناخوال وضعيت درلود. په دغه هيواد کي ښو روغتيايي خدماتو او د اميند وارۍ د مخنيوي وسايلو ترڅنگ د نارينه وو او ښځو له پاره د زده کړي مساوي چانسونو د نفوسو د زياتيدو په مخنيوي او اقتصادي وده کي خورا ډيره مرسته کړې ده.

دا چي نن چين له اقتصادي لحاظه پرمختگ کړی دئ، ټول د زده کړي برکت دئ. نن هر چينايي ځوان ته چي عمر ئې تر ۲۵ کلونو لږ دئ، زده کړه د ژوند اصلي موخه گرځېدلې ده.

ډيره زده کړه په مدني ژوند کي د زياتي وڼدي له پاره لاره اواروي

په اوږده موده کي غير قانوني رژيمونه د هغه يو اکثريت د قدرت په وړاندي مقاومت نه شي کولاي چي له پوهي او زده کړي څخه برخه من وي. له دې سره د ديموکراتيکو بدلونو له پاره موقع برابريږي ترڅو د ټولني منوره او پوهه پرگنه او د زده کړي خاوند د خپلي ټولني د برخه ليک په ټاکلو کي زياته برخه او ونډه ولري.

خو تر ټولو ستونزمن وضعيت په ځينو نورو هيوادونو لکه زيمبابوي، افغانستان او شمالي کوريا کي دئ. په دغو هيوادونو کي يو ستر اکثريت په بې وزلۍ او فقر کي ژوند کوي او د دولتي پروپاگندو له خوا ايسار شوي وي. تر هغه پوري چي دغه ستر اکثريت د زده کړي او يا له آزادو معلوماتو څخه بې برخي وي، ديکتاتوران او مستبدين به د امن احساس کوي. په همدي وجه د زده کړي او پوهي د بنسټيز حق له پاره بايد ږغ پورته شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل