1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پوځي حضور له کابل سره مرسته نه شي کولای»

عبدالباري حکیم (دویچه ویله)۱۳۹۲ فروردین ۳۱, شنبه

د افغانستان د چارو کارپوه توماس روتیک، وايي چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت له پاره پوځي حضور نه بلکې نور فکتورونه مهم نقش لري. آلمان ویلي دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کې خپل ۸۰۰ سرتیري وساتي.

https://p.dw.com/p/18Jpm
انځور: picture-alliance/dpa

آلمان اعلان کړی دی چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت تر ختمیدو وروسته، به هم په دې هیواد کې خپل۸۰۰ سرتیري وساتي ترڅو د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي. په دې اړه د افغانستان د چارو آلماني کارپوه توماس روتیګ، چی «د افغانستان د تحلیلوونکو د خپلواکې شبکې» د مدیر مرستیال هم دی له دویچه ویله سره یوه مرکه کړې ده.

دویچه ویله: تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دوو کلونو له پاره د آلمان د ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې پوځیان د افغانستان په شمال او پلازمینه کابل کی د افغانستان د امنیتی ځواکونو د روزنې، د سلا مشورې او له هغوی څخه د ملاتړ له پاره پاتې کیږي. تر دغو دوو کلونو وروسته به یوازې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې آلماني سرتیري په کابل کې میشت وي. تاسی د آلمان د حکومت د دغه پلان  په هکله څه نظر لرئ؟

توماس روتیک: دا چې آلمان د افغانستان په شمال کې د یوه مخکښ پوځي قوت په توګه پاتې کیږي، دا د تیرو کلونو د ستراتیژي د دوام نښانه ده او دا په لومړي قدم کې ښه خبره ده. خو دا چې وروسته له دوو کلونو له شمالي ولایتو څخه بیا وځي په دې هیله چی ګواکي افغان ځواکونه خپله کولای شي امنیت خوندي وساتي، دا د شک او تردید وړ مسأله ده. آن د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خپله په دې وروستیو وختونو کې د خپلو ځواکونو سترو نیمګړتیاو ته اشاره کړې ده.

دویچه ویله: تاسو د عمل په ډګر کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د توانمندۍ په هکله څه وایئ؟

توماس روتیک: د ایساف د احصائیو له مخې د هغوی [افغان امنیتي ځواکونو] په وضعیت کې ښه والی راغلی دی. خو دا چې [دغه احصائیې] له واقعیت سره سمون لري او که نه، د شک خبره ده. اوس په ځینو سیمو کې افغان ځواکونه کولای شي چې امنیت ټینګ وساتي، خو په ځینو نورو سیمو کې بیا هغوی دا کار نه شي کولای. په هغو ولایتونو کې چې امنیتي مسوولیتونه یې په بشپړه توگه افغانانو ته سپارل شوي دي، وخت په وخت د طالبانو د بریدونو خبرونه ورکول کیږي او بیا لویدیځ ځواکونه پر هغوی هوایي بمباري کوي. وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه به دغه هوایي ملاتړ نور نه وي.

دویچه ویله: د افغان امنیتي ځواکونو نیمګړتیاوې په کومو برخو کې دي، په پولیسو او که په پوځ کې؟

توماس روتیک: ستونزه د هغوی په توانمندي کې نه ده، بلکې د هغوی په روحیه او وفاداري کې ده.  د دې مسألې ستر لامل  دا دی چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به رښتیا هم څه پیښ شي. پوښتنه دا ده چې آیا حکومت او اوسني تأسیسات په کافی اندازه له ثبات څخه برخه من دي او که نه؟ بله مهمه خبر دا ده چې عام خلک پر خپلو امنیتي ځواکونو څومره باور لري؟ موږ همدا اوس وینو چې د پوځ او پولیسو د منصبدارانو په لیکو کې ډیری هغه کسان شمولیت لري چې د هیواد له شمال څخه دي. خو د جګړې تاوده ډګرونه په جنوب کې دي. سربیره پر دې ستره ستونزه مرکزي حکومت ته د وفاداري مسأله ده، دا ځکه چې د طالبانو ضد مقاومت کې لا تر اوسه زاړه جوړښتونه موجود پاتې دي. معنی دا چې ډیری جنګیالي چې اوس د پوځ او یا پولیسو سرتیري دي، په کابل کې د مرکزی حکومت په نسبت ډیر زیات خپلو قوماندانانو ته وفاداره دي.

دویچه ویله: آیا افغان ځواکونه به وتوانیږي چې د ناټو د سرتیرو تر وتلو وروسته اوسنی ثبات خوندي وساتي؟

توماس روتیک: دا تر زیاتې کچې سیاسي وضعیت پورې تړلې ده او دا پوښتنه مطرح کیږي چې آیا افغان امنیتي ځواکونه هغه یو حکومت ته چې له ولسمشر حامد کرزي څخه وروسته رامنځ ته کیږی، د یو با ثباته حکومت په توګه گوري او که نه.  بله پوښتنه دا ده چې آیا طالبان به وتوانیږي چې په یوه ستر یرغل باندې لاس پورې کړي او آیا افغان امنیتي ځواکونه به د هغه پر وړاندې ټینګ پاتې شي او که نه؟ د افغانستان د تیرو کورنیو جګړو پر مهال موږ ولیدل چې یوه ډله په دې وجه بریالی نه وه چې ګواکې هغه رښتیا هم له پوځي لحاظه پیاوړې وه، بلکې په دې وجه چې هغې د یوې راتلونکې احتمالي بریالۍ ډلې سره لاس یو کړ او خپل جبهه یې بدله کړه.

دویچه ویله: د آلمان حکومت باید څه وکړي؟

توماس روتیک: د آلمان حکومت تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل پلانونو له اعلانولو سره، یو ځل بیا پوځي اړخ ته لومړيتوب ورکړ. له دی سره آلمان ته افغانستان یو سیاسي ماموریت دی.  معنې دا چې مهمه دا نه ده چې څه شمیر سرتیري باید هلته موجود وي، بلکې مهمه دا ده چې یو پایښت لرونکی ثبات رامنځ ته شي. تر ټولو مهمه دا ده چې د پرمختیایي مرستو کچه باید په هغې سطح کې وساتل شي چې د آلمان حکومت یې  ژمنه کړې ده. خو په دې برخه کې باید ډیر زیات ټینګار پر کیفیت باندی وشي. همدا څو ورځې مخکې په امریکا متحده ایالاتو کې یوه قضیه بربڼده شوه چې ښيي کومې پروژې چې د پوځ له خوا عملي شوې دي له ډیر زیات کیفیت څخه برخمنې نه دي او په پوره لیوالتیا ورته کار نه دی شوی. تر ټولو مهمه مساله دا ده چې یوه فضا باید رامنځ ته شي ترڅو د یوه رښتیني سیاسي حل له پاره زمینه برابره شي.

د افغانستان د چارو کارپوه توماس روتیک
د افغانستان د چارو کارپوه توماس روتیکانځور: picture-alliance/dpa