1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوځي چارواکي: ۳۴ تنه تاجک سرتيري وژل سوي

۱۳۸۹ مهر ۱۵, پنجشنبه

د تاجکستان پوځي چارواکو ويلي دي چي په هغه هیواد کي د اسلامي تندلارو په وړاندي پوځي عملياتو کي د پنجشنبې په ورځ په دوو جلا جلا پيښو کي ۳۴ تنه تاجکي پوځيان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/PYjP
انځور: RIA Novosti

دغه درانه تلافات چي په يوه ورځ کي پيښ سوي، د چارواکو په خبره د تندلارو سره په جگړه کي نه دي رامنځ ته سوي.

دا پيښي د دولت د پاره په داسي حال کي لويي ضايعه ده، چي غواري اسلامي تندلاري د رشت په دره کي ،چي په ختيزکي پرته نا ارامه سيمه ده، له منځه يوسي.

فرانس پريس د پوځي سرچينو په حواله ليکي چي د چهار شنبه په ورځ 28 سرتيري هغه محال ووژل سول چي يوه پوځي هليکوپتره د پاڅونکونکو د يو بريد په نتيجه کي راوغورزيده.

دا په داسي حال کي ده چي رسمي خبر پاڼو يوازي د څلورو تنو د وژل کيدو خبر ورکړي وه.

يوي پوځي سرچيني چي د نوم د نه اخيستو په شرط يي خبري کړي ويلي دي چي د چهار شنبې په ورځ په پوځي هليکوپتري کي سپاره ټول سرتيري وژل سوي دي.

يو تاجک لوړپوړي پوځي چارواکي ويلي دي چي کيداي سي دا پوځي هليکوپتر د اسلامي پاڅونکونکو د يو توغندی په واسطه غورځيدلي وي.

خو رسمي خبر پاڼي خبر ورکوي چي څرخي الوتکه د ناستي په حالت کي د بريښنامزي سره تماس نيولي وه چي په پايله کي په يو نيږدي سين کي وغورزيده.

دغي پوځي هليکپتره د دوشنبې د ښار څخه هغه سرتيري انتقالول چي د رشت په دره کي يي په پوځي عملياتو کي ونډه اخيسته.

په عين حال کي بله پوځي سرچينه خبر ورکوي چي د تيري چهار شنبې په ورځ شپږ سرتيري د ماين په چاودنه کي ووژل سول.

د فرانسي د خبر رسولو آژانس» د پوځي سرچيني په حواله وايي چي چاودنه په «ريشت دره کي را منځ ته سوې او 10 سرتيري پکښي ټپيان سوي هم دي.

د تاجکستان او افغانستان 1300 کيلومتره ګډ سرحد، هغه محال نا امنه سو چي د آګيست په مياستي کي د القاعده سره ټړلي 25 کسان د دوشنبې د يو زندان څخه په تښته بريالي سول.

آژانسونه/ مسعود جهش