1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيترايس د افغانستان د جگړې د گټولو د پاره د امريکا وروستۍ هيله

۱۳۸۹ تیر ۸, سه‌شنبه

په داسي حال کي چي په افغانستان کي د امريکاد متحده ايالاتو د هڅو په وړاندي وار په وار شک او ترديد ډيريږي،جنرال ديويد پيترايس به نن د افغانستان په اړه د امریکا د کانگرس پوښتنو ته ځوابونه وايي...

https://p.dw.com/p/O5W6
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډيويډ پيترايس
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډيويډ پيترايسانځور: AP

پيترايس هغه امريکايي جنرال دی چي په عراق کي د ياغيانو ضد جګړي باندي د لاس برتوب وياړ لري.

اوباما په هم همدي هيله هغه د جنرال سټنلي ميک کريسټل پرځاي چي د سپيني ماڼي د مشرانو په وړاندي د«سپکاوي ډوله» تبصرو له امله د خپلي دندي ګوښه سو، ونوماوه.

د رپوټونو د مخه ميک کريسټل نه يوازي د خپل مقام څخه ګوښه سوی، بلکي اوس تقاعدي ته سوق سوی دی.

د اوباما د جمهوري رياست په دوره کي دا د متحده ايالاتو په پوځي جوړښت کي تر ټولو ستر بدلون دی او دوهم وار دی چي، ديوکال په ترڅ کي په افغانستان کي يو لوړ پوړی قوماندان د خپلي دندي څخه ګوښه کيږي.

دRAND د څيړنيز مرکز د امنيتي چاروکار پوه، Arturo Munoz، په نظر چي دا « د اوباما وروستی چانس دی.»

Munnoz وايي: که چيري دغه جنرال چي د عراق په جګړه کي امريکايانو ته په لاس برتوب کي مرمسته وکړه، ونه سي کړای چي، د افغانستان جګړه وګټي،نور «هيڅوک ښايي دا کار ونه سي کړای.»

د سنا د مجلس د وسلوالو خدماتو د جرګه ګۍ رئيس، Carl Levin، چي جنرال پيترايس يې نن پوښتنو ته ځوابونه وايي، يو ورځ تر مخه يې دا اټکل رد کړی چي، ګواکي د اوباما د خوا نومول سوی جنرال به په کانګرس کي د بشپړل ملاتړ څخه برخه من سي.

جنرال پيترايس د عراق د ماموريت پر مهال
جنرال پيترايس د عراق د ماموريت پر مهالانځور: AP

هغه خبريالانو ته پرون وويل: « د ډيموکراټانو په اړخ کي ښايي ځيني د هغه څخه ملاتړ وکړي،خو په کانګرس کي نور که ډيموکراټان دي او که جمهوري غوښتونکي لا تر اوسه شک لري.»

Levin ښايي پر پيترايس باندي فشار راوړي چي، دکندهار په پلان سووعملياتو کي د افغانستان د امنيتي ځواکونو په شمېر کي زيالوالی رامنځ ته کړي.

د کندهار عمليات د اوباما د ستراتيژۍ د برياليتوب دپاره خورا اهميت لري.

که څه هم دغه عمليات چي د« همکارۍ» نوم ورکړل سوی،«ګوډ او مات» لا دمخه پيل سوي، ښايي د سپتمبر په مياشت کي هغه په پوره قوت سره پيل سي.

د دغو عملياتو برياليتوب يا ناکامي د امریکا په کانګرس کي د نومبر د مياشتي په ټاکنو کي د اوباما پر ډيموکراټانو باندي مستقيماً اغيزه لري.

د افغانستان د جګړې د قوماندانۍ ددندي په غاړه اخيستل په حقيقت کي د جنرال پيترايس دپاره د متحده ايالاتو په پوځي تشکيلاتو کي نسبت اوسنۍچوکۍ ته په يو ټيت مقام کي کار کول دي.

هغه تراوسه د متحده ايالاتو په مرکزي قوماندانۍ کي د عراق او افغانستان د جګړې ډ ټولو عملياتو څارونکی دی، نه يوازي دا،بلکي په عمومي توګه په ټوله منځنۍ آسيا کي د متحده ايالاتو د پوځي فعاليتونو د څارني دنده په غاړه لري.

جنرال پيترايس د کانگرس پوښتنو ته د جوابونو ورکولو لږ د مخه د خبريالانو په منځ کي
جنرال پيترايس د کانگرس پوښتنو ته د جوابونو ورکولو لږ د مخه د خبريالانو په منځ کيانځور: AP

مانا داچي هغه د جنرال ميک کريسټل آمر ؤ.

دRAND د څېړنيز انستيوت کار پوه Munoz د دي پوښتيني په ځواب کي چي د کانګرس په وړاندي به دجنرال پيترايس د سوال او ځواب غونډه څنګه وي، وويل: « زه فکر کوم چي خپله د جنرال پيترايس له لحاظه هغه به ډير توده او مثبته وي خو د یاغیانود ضد ستراتيژي د لحاظه ښايي داسي نه وي. ښايي په دې اړه د هغه څخه ډيري سختي پوښتني وسي. »

ښايي د هغه څخه په پوښتنه وسي چي ولي په مارجه کي د طالب ياغيانومقاومت تر هغه ډير ؤ چي اټکل يې سوی ؤ او یا دا پوښتنه چي ولي دکندهار په عملياتو کي ورو ورو ګامونه اخيستل کيږي.

بله جنجالي پوښتنه چي ښايي جنرال پيترايس به په کانګرس کي ورسره مخامخ سي،هغه دافغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو دپاره دجمهور رئیس اوباماد خوا2011 کال د جولای د مياشتي د ضرب الاجل ټاکل دي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل