1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيرويس: مهاجرو يو بل په چاقوګانو سره ووهل

۱۳۹۵ فروردین ۲۷, جمعه

د اتن په پيرويس کي د مهاجرو تر منځ د اخ و ډب له کبله يو شمېر کسان ژوبل سوي دي. يو شمېر ژوبل سوي روغتون ته انتقال کړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1IWH8
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د يونان و لېسبوس ټاپو ته د کاتوليکي کليسا د مشر پاپ فرانسيس د سفر څخه يوه ورځ تر مخه په پيرويس کي د مهاجرو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته سوی دی.

دغه اخ و ډب د پنجشنبې او جمعې په منځني شپه د مهاجرو په غېر رسمي کمپ کي رامنځ ته سوی دی. دغه کمپ و ساحل ته نژدې پر څو بندري لويو سالونونو مشتمل دی. دغه کمپ ته مهاجر په خپله خوښه ځي او راځي او د حکومت له خوا په رسمي توګه نه انسجاميږي.

ويل سوي چي د مهاجرو تر منځ د جنګ رامنځ ته کېدو وروسته هغوی يو بل سره ووهل او ويې ټکول. په دې ترڅ کي يو کس چي په چړو وهل سوی ؤ، روغتون ته رسول سوی دی. دا چي دغه اخ و ډب ولي رامنځ ته سوی او دا چي د ژوبل سوو مهاجرو هويت څه دی، په هکله يې معلومات نه دي ورکول سوي.

د پيرويس په دغه غېر رسمي مهاجر کمپ کي زيات وختونه بې نظمۍ او لانجې رامنځ ته کيږي. د يونان حکومت تر اوسه توانېدلی چي له دغه کمپ څخه ۱۰۰۰ پناه غوښتونکي و نورو رسمي مهاجر کمپونو ته انتقال کړي. خو د هغه باوجوده په ياد کمپ کي اوس هم تر ۳۷۰۰ څخه زيات پناه غوښتونکي د مخته تلو په انتظار دي.

د کاتوليکي مسيحيانو روحاني مشر پاپ فرانسيس غواړي چي اورتودوکس کليسا د مشر بارتولومايوس لومړي سره په ګډه د شنبې په ورځ و ليسبوس ټاپو ته سفر وکړي. دغه ټاپو ته د تيرو مياشتو په جريان کي په لسهاؤ زره پناه غوښتونکي له ترکيې څخه د کښتيو په مرسته راغلي دي. پاپ غواړي چي و ياد ټاپو ته د سفر پر وخت هلته د پناه غوښتونکو سره وويني.