1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پينتاګون افغان لښکر ته څرخي الوتکي نه رانيسي

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۲۳, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت پینتاگون خپل هغه پلان لغو کړی دی چې له مخې یې د افغان ځواکونو له پاره د «روس ابرون ایکسپورت» په نوم له یوه روسي شرکت څخه د څرخي الوتکو رانیول پلان شوي ول.

https://p.dw.com/p/1AHLt
انځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images

«روس ابررون ایکسپورت» د روسیې ستر دولتي شرکت دی چې سوریې ته هم د وسلو صادرات لري. افغان ځواکونو ته د څرخي الوتکو د پلان د لغو کولو خبره د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د چارواکو او په سنا کې د اپوزیسیون د یوه مخکښ مشر له خوا شوې ده.

رویترز خبري آژانس د یوې بلي سرچینې په حواله چې له اړوندي موضوع سره تړاو لري هم خبر ورکړی دی چې د پینتاگون له خوا په دې تړاو پالیسي کې بدلون ښایي د اوس له پاره له روسیې څخه د Mi-17 ډوله، اضافي ۱۵ څرخي الوتکو رانیول بند کړي. د دغه څرخي الوتکو ارزښت ۳۴۵ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیدی.

د متحده ایالاتو په سنا مجلس کې د تیکساس ایالت د جمهوري غوښتونکو مخکښ سناتور جان کورنایي، له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: «زه د دفاع وزارت دغه پریکړه چې بالاخره یې له روسي شرکت څخه د اضافي څرخي الوتکو رانیول لغو کړل، ستایم.»

د کورنايي له خوا خپره شوې خبر پاڼه زیاتوي: «د دغه څرخي الوتکو له صادرونکو سره سوداگري له اخلاقي لحاظه یوه ناکامه پالیسي ده.»

د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاندي ماورین شومن، په یوه بریښنا لیک کې ویلي دي چې له کانگرس څخه د ۲۰۱۴مالي کال په بوديجه کې د افغان امنیتي ځواکونو له پاره د بوديجې د لوړولو تر لومړنۍ غوښتنې وروسته، د ضرورتونو د ارزیابۍ له پاره، پینتاگون له کانگرس سره سلا مشوره کوي. نوموړي زیاته کړې ده: «اوس موږ پلان نه لرو چې له دغه روسي شرکت څخه اضافي Mi-17 ډوله څرخي الوتکې چې د افغان ځواکونو له پاره پلان شوې وې رانيسو.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د روان کال په اگست میاشت کې ویلي ول، چي په پلان کي لري له روس ابرون ایکسپورت شرکت څخه د ۱،۱ میلیارد ډالرو په ارزښت Mi-17 ډوله ۶۳ څرخي الوتکي رانيسي. رویترز خبري آژانس لیکلي دي چې دا خبره لا تر اوسه څرگنده نه ده چې له ۶۳ الوتکو څخه تر اوسه پوري څومره د افغان ځواکونو په اختیار کې ورکړل شوي دي.

«افغان پوځ د الوتکو د کارولو وړتيا نه لري»

د پینتاگون لوړو پوړو چارواکو تر دې دمخه له نوموړي شرکت سره د دغي معاملې د ترسره کولو څخه دفاع کړې وه او ویلي يې ول چې په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه امریکایي ځواکونو د راوتلو تر مخه، د افغان هوایي ځواک د پیاوړي کولو له پاره دا تر ټولو گړندۍ لار ده.

خو له دغه شرکت او نورو هغو قراردادیانو سره چې په دغه پروگرام کې ښکېل ول، د پینټاگون اړیکې د کانگرس له نیوکو سره مخامخ وې. دغه انتقادونه له سوریې سره د تسلیحاتو په برخه کې د روس ابرون معامله، د نوموړو څرخي الوتکو مخ پر زیاتیدونکې بیه او د روسي څرخي الوتکو په پروژه کې د دفاع وزارت د یوې جنایي څېړنې د شاملیدو له کبله کیدل.

رویترز خبري آژانس وړاندي لیکلي دي چې دا خبره لا تراوسه څرگنده نه ده، چې آیا متحده ایالات به د یاغیانو او نشه یې موادو پر ضد د مبارزې په ترڅ کې د افغان هوایي ځواک د پیاوړي کولو له پاره کوم بل بدیل پلان کړې او که نه.