1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيښور: د ‎پوليسو په مرکز ځانمرګي بريد شپږ تنه ؤوژل

۱۳۹۰ خرداد ۴, چهارشنبه

پاکستاني طالبانو نن «چهارشنبه» يو ځل بيا د پيښور په ښار کي د پوليسو پر يو مرکز ځانمرګي بريد تر سره کړ چي په ترڅ کي يي شپږ تنه ؤ وژل شول. په دغي پيښي کي 23 نور کسان تپي شوي هم دي

https://p.dw.com/p/11Nfn
د ننی پیښی انځور
د ننی پیښی انځورانځور: AP

د پاکستان د خيبر پختونخوا په مرکز، پيښور کي د يو ځانمرګي بريد په پايلي کي لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او تر 23 ډير تپيان شوي دي. طالبانو د دغه بريد پړه په غاړه اخيستي.

دغه چاودنه په پيښور کي د CID د پوليس په مرکز تر سره شوي چي په ترڅ کي د نوموړي مرکز دري پوړيزه وداني کابو له منځه تللي.

د چارواکو په وينا ځانمرګي بريد کوونکي د بارودو څخه ډکه لاري د وداني سره جنګولي ده. يو لوړ پوړي پوليس چارواکي، اعجاز خان، د رويټرز خبري اژانس ته ويلي چي دغه چاودنه د سهار په پنځه بجو رامنځته شوي چي په پايلي کي يي پنځه تنه وژل شوي او تر23 ډير ټپيان شوي دي. په ټپي شوي کسانو کي د يو ماشوم په شمول نهه تنه پوليس دي.

د بريد په وخت کي د پوليسو په مرکز کي شاو خوا 25 تنه موجود وو چي اورپکو د پوليس مرکز د عمومي دروازي سره خپل موټر وجنګاوه.

دا چاودنه دومره زوروره وه چي د پوليس دغه دري پوړيزه وداني يي بيخي له منځه وړي ده. د چاودني وروسته په عاجله توګه د مرستو کارونو پيل شول او تر اوسه د نړيدلي وداني د لاندي څخه د څلورو تنو جسدونه را ويستل شوي دي.

د يو بل پوليس چارواکي، بهادر خان، په وينا د نړيدلي وداني د لاندي څخه اوس هم د ځينو کسانو زګيروي اوريدل کيږي چي د وخت په تيريدو سره د هغوي د ژوندي را ويستلو هيلي له منځه ځي.

په پيښور کي دغه د CID پوليسو مرکز د امريکا د متحده ايالاتو د قونسلګري څخه تقريبا يو کلوميتر فاصله لري. تيره اوني په همدي سرک د امريکا دمتحده ايالاتو د قونسلګري د موټرو په يو کاروان هم بمي بريد تر سره شوي وو چي په ترڅ کي يي يو لاروي وژل شوي او د دوه امريکايانو په شمول 12 تنه ټپي شوي ول.

د طالبانو وياند احسان الله احسان د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستي او ويلي يي دي چي دا بريد يي د اسامه بن لادن د وژلو د غچ اخيستني په موخه تر سره کړي دي او دوي به په راتلونکي وخت کي هم داسي بريدونو ته ادامه ورکړي.

هغه زياته کړي چي تر څو د بي پيلوټه الوتکو بريدونه او په قبايلي سيمو کي د پاکستاني پوځ له خوا عمليات ونه درول شي دغه لړي به دوام ومومي.

د تيري يکشنبي په ورځ د پاکستان په لوي ښار کراچي کي طالب جنګياليو د سمندري ځواکونو په يوي اډي بريد کړي وو چي په پايلي کي يي دوه جنګي الوتکي له منځه لاړي او لسو نتو خپل ژوندونه لا لاسه ورکړل.

د 2009 کال د اکتوبر په مياشت کي په راولپنډي کي د پوځ د مرکزي مقر څخه وروسته دا په يوي پوځي اډي دوهم بريد وو.

اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي/ مسعود جهش