1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيکينګ:د اروپايي ټولني او د جنوب ختيځي آسيا ستره غونډه پاي ته ورسيده

۱۳۸۷ آبان ۵, یکشنبه

دغونډي برخه وال دې موافقې ته سره رسيد لي دي، چي دوی به دنړۍ د روان مالي بحران سره دمبارزې او د نړۍ د اقلیمي وضعي دلاپسي خرابيدلو د مخنوي لپاره سره ګډ کارکوي

https://p.dw.com/p/Fh67
په پيکينګ کي د اروپايي ټولني او اسايي هيوادونو ستره غونډه پای ته ورسيده
په پيکينګ کي د اروپايي ټولني او اسايي هيوادونو ستره غونډه پای ته ورسيدهانځور: AP

دASEM په ستره غونډه کي د 43 هيوادونو دولتي او حکومتی مشرانو داپریکړه هم کړي، چي دوی به دنړيوال وجهي او مالي سيستم دسمولو دپاره اغيزه من ګامونه واخلي.

داوروپايي ټولني او دجنوب ختيځي آسيا ASEM د غړيو هیوادونو دمشرانو دغونډي په پای کي د اروپايي ټولني دکميسيو ن مشر خوزي مانول باروسو په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي وايي چي :« په پیکنګ کي آسيا او اوروپا په داسي يوه وخت کي سره جرګه شوي،چي نړۍ دیوه بحران سره مخامخ ده .»

او په داسي يوه وخت کي ارو مروګډکار ته اړه ليدل کيږي او بيا باروزو وايي چي ما دمخه هم داخبره کړې وه چي موږ به يا په ګډه سره لامبوکو او يا به په ګډه سره ډ وبيږو. او داچي په پکینګ کي موږ دروان مالي بحران سره دمبارزې لپاره ملاتړلې، زما دپاره ډير دخوشالۍ ځای دی.خو زه داخبره هم ديادوني وړبولم چي موږ به دنورو چلنجونو سره مقابله هم له ياده ونه باسو.

دنړۍ داقلیمي وضع دخرابيدو دمخنوی دپاره تدابير، يا دسوکالۍ دپرمختګ دپاره عمل. زه داخبره دیادوني وړ بولم چي روان مالي بحران هيڅکله ددې دليل نشي کیدلای چي موږ نور مسايل لکه دنړۍ اقليمي وضع هيرکړو. دا مساله زموږ پرمخ پرته ده. او بيا د آلمان لمړۍ وزيري انګيلا مرکل وايي چي دنړۍ اقلیمي وضع ته زیاته پاملرنه به دبازارونو داستقرار دژغورني په لاره کي هم اغيزمن وي.

اروپايي او اسايي مشران
اروپايي او اسايي مشرانانځور: AP

داخبره څو واري روښانه شوي چي موږ تل دمسايلو دحل لپاره په اصطلا يوې موسسې ته اړ یو. او بیا وايي، چي موږ بايد په مالي بازارونوکي د یو لړ قواعدو رعایت وکړو. او دنړۍ په مالي بازارونوکي چاري هغه وخت سميدلاي شي چي نړيواله ټولنه دروان بحرانه څخه زدکړه وکړي.

دپکینګ دستري غونډي څخه وروسته به بله غونډه دروان ميلادي کال دنومبر دمياشتي په نیمايي کي د 20 مهمو صنعتي هيوادونود مشرانوستره غونډه په واشنګټن کي وي. د فرانسې ولس مشر نيکولاي سرکوزي، چي په روان وخت کي د اوروپايي ټولني دجرګې مشر هم دی وايي چي:« په واشنګټن کي بايد پريکړي وشي نه داچي دولتي او حکومتي مشران دسلا مشورې لپاره سره راغونډ سي.»

اوبیا دچين دولسي جمهوریت لمړی وزير وين ژياوباو وايي چي :« زموږ په عقیده دروان مالي بحران په وخت کي زموږ ونده به ددغه بحران سره دمبارزې لپاره داوي چي زموږ اقتصادي وده خپل استقرار وژغوري. موږ به په واشنګټن کي په نړیواله مالي ستره غونډه کي په فعاله توګه ونډه واخلي. او دنورو هيوادونو سره په ګډه دروانو مالي لانجو لپاره دحل لاري ولټو. او دحل دغه لاره بايد په نوښتونو او دمالي بازارونو په کنترول او څارنه کي ولټو.