1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيکينگ گېټس ته سره غالۍ هواره کړه

۱۳۸۹ دی ۲۱, سه‌شنبه

چين ته د امريکا د دفاع وزير رابرت گېټس سفر په وار وار و ځنډول سو. خو بلاخره ددوشنبې په ورځ په پيکينګ کي د هغه څخه هر کلی وسو.

https://p.dw.com/p/Qq8K
رابرت ګېټس د خپل چيني سيال سره دليدني پر مهال
رابرت ګېټس د خپل چيني سيال سره دليدني پر مهالانځور: AP

دواړه هيوادونه کوښښ کوي چي په سيمه کي د پوځي سياليو مخه و نيسي.

تقريباً يو کال دمخه چين د امريکا سره په نظامي برخه کښي تر ډيره حده پوري خپل تماسونه قطع کړل، پدې دليل چي د امريکا متحده ايالاتو تايوان ته وسلې ليږلي. پيکينګ تايوان خپل يو جلاسوي ولايت بولی.

اوس دواړي خواوي کوښښ کوي، چي روابط بيرته سره سم کړي. رابرت ګيټس په پيکينګ کښي د لوړ رتبه دولتي مامورينو، د هغې جملې څخه د جمهورريس هو جين ټاو سره وليدل، چي په عين حال کښي د پوځ سراعلي قومندان هم دی.

پرون ګېټس د چين د دفاع د وزير او نورو نظامي افسرانو او جنرالانو سره کتلي وه. دوي موافقه وکړه ، چي غواړي په نظامي برخه کښي بيرته خبري اتري سره وکړي، او ګډ کار ته پراختيا ورکړي.

رابرت گېټس وويل: «موږ موافقه سره کړېده، چي پر اعتماد ولاړ و داسي نظامي روابطو ته ضرورت لرو، تر څو تر ډيره حده پوري د سؤ تفاهماتو، غلطو اټکلو او آوازو مخنيوی وکړو.»

ګيتس د چين ددفاع دوزير سره په کتنه کښي وويل، چي دغه روابط نبايد د سياسي باد تر تأثيرلاندي راسي.

اوس به نو دواړه لوي قدرتونه په منظم ډول د بحري غلو او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او همدارنګه په مصيبت ځپلو سيمو کښي د ګډوعملياتو پر امکاناتو سره خبري کوي.

رابرت ګېټس په نورو ساحو کښي هم د خبرو اترو او شفافيت پيشنهاد وکړی، مثلاً د اټومي وسلو، کمپيوټري حملو، فضايي وسلو او راکټانو په برخه کښي. مګر چين په دغو ساحو کښي د ډيري همکارۍ او منظمي ليدني کتني وعده ورنکړه. د چين ددفاع وزير لي يانګ ګوانګلي وويل، چي دغه پيشنهاد به په نظر کښي ونيسي.

« د چين او امريکا په روابطو کښي نوي امکانات سته ،خو موږ په هغو کښي مشکلات او چلنجونه هم وينو. موږ بايد ګډ کار سره وکړو، تر څو ګډو ټکو ته پراختيا ورکول سي، او اختلافات راکم سي.»

مګر د ظاهراً صميمانه رفتار تر شا ډيره بې اعتمادي هم موجوده وه. چين تشويش لري ، چي د امريکا متحده ايالات به په لويديز پاسفيک کښي خپل حاکميت او برتري نوره هم پراخه کي، ځکه خو د چين په شرقي بحيره کښي د امريکا او جنوبي کوريا منظمو بحري تمريناتو ته د شک په سترګه ګوري.

په پنتاګون کښي بيا برعکس دی ته په ډيري بدګمانۍ سره کتل کيږي، چي چين د کلو کلو راهيسي ځان مجهز کوي ، او د انتظار برخلاف په سرعت سره د عسکري ځواکونو او اردو طاقت لوړوي.

نن چينايي انترنيټ پاڼو د چين په جنوب کښي د په اصطلاح لمړنيو بم غورځونکو جنګي الوتکي د امتحاني الوتني څخه رپوټ ورکړي. Global Taimes په خپله انترنيټ پاڼه کښي د سل هاوو تماشاچيانو څخه خبري کوي. چي ددغي الوتکي ۱۵ دقيقه اي لوتنه يې مشاهده کړې وه.

دغه رپوټ به نوهغه آوازې چي چين ځان مسلح کوي، نوري هم ګرمي کړي.

روت/ قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل