1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پټه لرونکی خر يا زېبرا ولې پټۍ لري؟

۱۳۹۰ بهمن ۲۱, جمعه

څیړونکو موندلي دي چي حشرات پټۍ نه خوښوي، ځکه نو پټه داره خره يا زېبراګانې له دغو پټيو څخه ګټه اخلي او ځانونه له حشراتو څخه ژغوري.

https://p.dw.com/p/141NC
انځور: dapd

د سوسن اکېسون په مشرۍ يوې څېړنډلې، چې د سويډن د «لوند» پوهنتون پورې اړه لري، دغه پايلې د «تجربوي بيالوژۍ» په نوم په يوه علمي مجله کې خپرې کړې دي.


له ډېرو کلونو راهيسي په دې خبرې باندي تحقيقات روان ول چې پټه داره خره ولې پټۍ لري. تر اوسه پوري څېړونکو انګېرل چې پټۍ، دغه خاص ډول خره له پړانګانو او وحشي ژوو څخه ژغوري، ځکه چې د ډېرو پټه دارو خرو په يوه ډله کې ځانګړي حيوانات نه معلوميږي. ۲۳ کاله مخکي هم جېفري واګه دغه نظريه رامنځته کړې وه چې پټۍ له حشراتو څخه د ځان ساتنې يوه لاره ده. اوس څېړونکو د تجربو د لارې دا نظريه ثابته کړې ده.

دغو څیړونکو د آسونو پلاستيکي ماډلونه ودرول او مختلف رنګونه او شکلونه يې ورکړل. هغه مصنوعي آس چې پټه دارو خرو يا زېبراګانو ته ډير ورته وو او چې پټۍ يې نرۍ او ډېرې جوختې وې، له الوتونکو حشراتو څخه په امن کې پاته شو.

څېړونکو د دغو څيړنو د ترسره کولو په موخه په هنګري کې د آسونو د ساتنې فارمونو ته سفرونه کول. هلته يې تور، خړ، سپين او پټه لرونکي پلاستيکي خره ودرول. څېړونکو همداراز د حشراتو د نيولو او شمېرلو په مقصد داسې لوښي ورسره جوخت ولګول چې نباتي غوړي ئې په کې د حشراتو د لمسولو له پاره اچولي ول.

سربېره پر دې ئې د زېبرا ماډلونه په سرېښ وپوښل چې آلوتونکي حشرات ورپورې ونښلي. هغه پلاستيکي ماډلونه چې تر ټولو نرۍ، جوختې او پټه لرونکو خرو ته ورته پټۍ ئې درلودلې، حشراتو ته په زړه پورې نه ول. څېړونکي په دې آند دي چې دا ښايي د دغو پټيو د رامنځته کېدلو اصلي لامل وي.


وينه څښونکي او آلوتونکي حشرات تل لوی حيوانات چيچي، وينه ئې څښي او د ځينو ناروغيو په لېږدولو کې هم ونډه لري. کېدای شي له دغو معلوماتو څخه د مال ساتونکو د مالونو د ژغورلو او روغتيا ساتنې په برخه کې ګټه واخيستل شي.

نسیم صابر (د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش