1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پښتون: کندهار دي د امنيت د انتقال په پروسه کي نه شامليږي

۱۳۹۰ آبان ۱۰, سه‌شنبه

په ولسي جرگه کي د کندهار استازی او د جرگې لومړي منشي خالد پښتون وايي، چي د امنيت د انتقال دوهم پړاو دي په نا امنو ولايتونو کي نه تر سره کيږي. دا په داسي حال کي ده، چي تيره ورځ د کندهار ښار په زړه کي جگړه روانه وه.

https://p.dw.com/p/132xY
په کندهار کي يو تن پوليس
په کندهار کي يو تن پوليسانځور: AP

خالد پښتون نن په کابل کي يوې خبري غونډه ته وويل، چي سره له دې چي د امنيتي مسؤليتونو د ليږد له پروسې څخه بشپړ ملاتړ کوي خو په نا امنو سيمو کي دي ددې بهير دوهم پړاو نه پلي کيږي.

ښاغلي پښتون په ځانګړې توګه د کندهار يادونه وکړه، چي د ده په خبره په اوسنيو شرايطو کي افغان ځواکونه ددې جوګه نه دي، چي د کندهار امنيت ټينګ کړي.

هغه زياته کړه، کندهار د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هغو مرکز وو او پر دې سربيره دغه ولايت د ډيورنډ کرښي ته څيرمه پروت دی، چي دا د کندهار په ناامنيو کي ستر اغيز لري.

ده په کندهار کي د دوشنبې د ورځي پيښو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چي په دغه ښار کي د ملګرو ملتونو دفتر هم د ترهګرو بريدونو څخه خوندي نه دی.

پښتون په داسي حال کي په کندهار کي د امنيتي مسؤليتونو د ليږد بهير د عملي کيدو سره مخالفت ښيي، چي دوې ورځي وړاندي ددې جرګې فاعي کمېسيون غوښتنه وکړه چي د امنيتي مسؤليتونو د ليږد دوهم پړاؤ دي په ناامنو ولايتونو کي عملي سي.

خو کارپوهان په دې باور دي، چي ترهرڅه د مخه بايد د افغان ځواکونو د روزني او سمبالښت لړۍ ګړندۍ سي.

د پوځي چارو شنونکي جنرال عتيق الله امرخيل دويچه ويله پښتو انټرنيټ پاڼي ته وويل، نړيواله ټولنه بايد د افغان ځواکونو د تجهيز او روزني په برخه کي پر خپلو ژمنو ودريږي.

« اصلا خبره داسي ده چي نننی جنګ ټول په محاربوي تخنيک باندي کيږي، اوسمهال پخواني د تورو جنګونه له مينځه تللي، په اوسنۍ زمانه کي، چي هرڅوک ښه وسله ولري او پرهغې بشپړ حاکم وي په هغه کي د هغه وړتيا ده.»

تمه کيږي چي افغان ولسمشر حامد کرزي به ډير ژر د هغو ۱۷ولايتونو نومونه اعلان کړي چي د امنيتي مسؤليتونو د ليږد بهير دوهم پړاو به پکښي عملي سي.

ويل کيږي چي ددغو سيمو په کتار کي کندهار ښار هم يو له هغو سيمو څخه دي چي امنيتي مسؤليتونه يي افغان ځواکونو ته سپارل کيږي. خو په هغه ليست کي چي وړاندوينه يې سوې کندهار نه و ليکل سوی.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل