1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتيکا: د ښځو چارو رياست له پاره ودانۍ جوړه شوه

۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبه

په پکتيکا کې د ښځو چارو رياست له پاره د نوې ودانې د جوړیدو چارې بشپړې شوې. دغه دوه پوړیزه ودانۍ ۱۱ خونې او نور اړوند ملحقات لري.

https://p.dw.com/p/15d1h
انځور: DW

هغه مراسم چې په همدې اړوند په مرکز ښرنه ښار کې جوړ شوي وو پکښې یو شمیر دولتي چارواکو، ميرمنو او قومي مشرانو برخه اخيستي وه. د پکتيکا والي محیب الله صميم په خپلو خبرو کې وویل چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې په دوه جريبه ځمکه جوړه شوي ده چې ١١ خونې او نور اړوند ټول ملحقات لري.

هغه زیاته کړه چې پر دغه ودانۍ څه د پاسه ۱۵ میلیونه افغانۍ لگښت راغلی دئ چې د ښځو چارو د وزارت د پرمختیایي بودجې څخه ورکړل شوي دي. د هغه په وینا د دغه ودانۍ د جوړیدو چارې د شپږو کاري میاشتو په موده کې سر ته رسیدلي دی.

صمیم په خبرو کې وړاندې وویل چې په پکتیکا کې د ښځو د ژوند سطحه ډیره ټیټه ده او د دغه ریاست د ودانۍ پر جوړیدو به ښځو ته دا امیدواري او چانس پیدا شي چې په دغه ځای کې د هغوی د پوهې د لوړولو له پاره یو شمیر پروژې په لار واچول شي.

د پکتيکا والي دغه راز ژمنه وکړه چې په نزدې راتلونکي کې به د ميرمنو له پاره د مسلکي او حرفوي زده کړو کورسونه پيل کړي چې هغوى هم د کار کولو وړتيا پيدا کړي.

په ورته وخت کې د پکتيکا د ښځو چارو رئيسه بي بي حوا خوشيوال، د دې ودانۍ پر جوړيدو خوښي څرګندوي او وايي چې پخوا ئې د دفتري کارونو له پاره مناسبې خونې نه درلودې او په مشکل به ئې خپل کارونه مخته بيول. د هغې په وینا چې د ښځو چارو رياست ته د ودانۍ پر جوړيدو به ئې ډیری ستونزې هوارې شي.

د پکتيکا د ښځو چارو رياست له پارې نوې ودانۍ په داسې وخت کې جوړيږي، چې لا هم د دې ولايت یو شمیر دولتي رياستونه د مناسبو کاري خونو د نه لرلو له امله شکایت کوي.

فرید الله ظاهر/ خوست
کتونکی: سید ریاض