1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتيکا کې د ازبکستان توندلاري وژل شوي دي

۱۳۸۶ مهر ۱۶, دوشنبه

د افغانستان په ختيځ کې د هوايي بريدونو په نتيجه کې د ازبکستان د يو تن جگړه مار چې د القاعدې ډلې غړی هم دی، شپاړس تنه جنگيالي وژل شوي دي. د ازبکستان د »اسلامي غورځنگ« مشر طاهر يولدش د نيولو يا وژلو په سر دوه لکه ډالره انعام ټاکل شوی دی.

https://p.dw.com/p/DK8M
د طاهر يولدش د ډلې غړي د ازبکستان او چيچنيا څخه افغانستان ته راځي
د طاهر يولدش د ډلې غړي د ازبکستان او چيچنيا څخه افغانستان ته راځيانځور: APTN
د يکشنبې په ورځ امريکايي ځواکونو د اورپکو ډله په نښه کړه او شپاړس تنه يې د منځه يوړل. دغه څرگندونې د پکتيکا ولايت د پوليسو مشر نبي جان ملا خېل وکړې او زياته يې کړه چې يو تن جنگيالی نيول شوی هم دی. امريکايانو تېره مياشت د دولسو تنو اورپکو يو لست خپور کړی و چې طاهر يولدش هم په کې راغلی دی. ښاغلي ملاخېل همداراز وويل چې د طاهر يولدش د ډلې غړي د ازبکستان او چيچنيا څخه افغانستان ته راځي.