1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتیکا د یاغیانو برید پنځه کسان ووژل

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

په پکتیکا ولایت کې شپږ ځانمرګي برید کوونکي د پنجشنبې په ورځ ووژل شول. هغوی غوښتل پر دولتي ودانیو برید وکړي. په پېښه کې د برید کوونکو سربیره پنځه کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/14skV
انځور: dapd

د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندان دولت خان ځدران، ویلي دي چې دغو برید کوونکو غوښتل چې د پولیسو له یوې پوستې څخه تیر شي خو د هغه په خبره پولیسو ورباندې شک پیدا کړ. ځدران وویل چې په سیمه کې هغه وخت جگړه پیل شوه چې پولیسو له دغو کسانو څخه وغوښتل چې ودریږي خو د یاغیانو له خوا پر پولیسو باندې ډزې وشوې.

د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندان په خبره د امنیتي ځواکونو او بریدکوونکو تر منځ جگړې یو ساعت دوام وکړ. ځدران وویل چې د برید کوونکو له ډلې څخه څلورو تنو ئې خپل ځانونه چولي دي او دوه تنه ئې د امنیتي ځواکونو له خوا ویشتل شوي دي.

دولت خان ځدران زیاته کړه چې به برید کې دوه تنه ملکي وگړي، دوه تنه سیمه ییز پولیس او یو تن د ملي پولیسو افسر هم وژل شوی دئ. یو تن محلي پولیس او یو تن د ملي پولیسو سرتیری په دې پیښه ټپیان شوي هم دي. طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د بادغیس په ولایت کې د سړک د غاړې یوه ماین څلور پولیس ووژل. سیمه ییزو چارواکو د دې پېښې پړه هم پر طالبانو وراچولې وه.

په افغانستان کې د طالبانو وروستي بریدونه د هغوی له خوا د اوړې د عملیاتو د پیل له اعلانولو څخه یوه اونۍ وروسته تر سه کيږي. طالبان هر کال په اوړې کې د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو پر ضد یو لړ عملیات په لاره اچوي چې ورته د اوړې د عملیاتو نوم ورکول کیږي.

تر دې مخکې د چهار شنبې په ورځ هم د پکتیا په ولایت کې یو برید تر سره شوی وو چې په ترڅ کې یې د دې ولایت د ښوونې او روزنې د ادارې رئیس سخت ټپي شوی وو او د هغه څلور ساتونکې وژل شوي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم