1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکينګ د «ورېښمو د نوې لارې» سرمشريزه پرانيستله

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

دا په چين کې د کال تر ټولو ستره ديپلوماتيکه پېښه ده. د پکينګ مشرتابه له سلو هېوادونو څخه استازي وربللي څو د «ورېښمو د نوې لارې» په هکله سلا مشورې وکړي.

https://p.dw.com/p/2cwHY
China Belt and Road Forum in Peking - Gruppenfoto
انځور: picture-alliance/abaca/Y. Bulbul

د شمالي کوريا له خوا د توغندي د بيا ځلې ازموينې تر سيوري لاندې په پکينګ کې د «ورېښمو د لارې» سرمشريزه پرانيستل شوه. په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې له څه باندې سلو هېوادونو څخه استازي ګډون کوي، چې ۲۹ ورڅخه دولتي او حکومتي مشران دي. د غونډې په پيل کې د چين دولتي او ګوندي مشر، شي جينپينګ، د دغې پروژې د پلي کولو له پاره د ۱۲۴ مليارډو امريکايي ډالرو ژمنه وکړه.

د ده په خبره هر څوک کولای شي چې په دغه پروژه کې ونډه واخلي. په روانه سرمشريزه کې د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونيو ګوتېرش او د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان هم ګډون کوي.

د نړيوال کېدنې نوی عصر

چين له شمالي کوريا څخه يو پلاوی هم وربللی چې د دغه هېواد د توغنديز او اتومي پروګرام په سر د شخړې له کبله ورباندې د امريکا متحده آيالاتو له خوا نيوکې هم وشوې. د «ورېښمو د لارې» تګلاره په ۲۰۱۳ کال کې د چين د ولسشمر شي جينپينګ له خوا معرفي شوې وه.

چين غواړي چې د دغې سترې پروژې د لارې د نړيوال کېدنې نوي عصر ته لاره هواره کړي. ټاکل شوې چې دغه پروژه به د ورېښمو د لرغونې يا تاريخي لارې په څېر چين له اروپا او نورو نورو لويو وچو سره وصل کړي.

اوسمهال د نوو سړکونو او د اوسپنې د لارو طرحې جوړيږي چې هدف يې سوداګرۍ ته وده ورکول او د مرکزي آسيا په سيمه کې د ثبات رامنځ ته کول دي. د نويو اقتصادي دهليزونو په مرسته ټاکل شوې ده چې اروپا، افريقا او آسيا د اورګاډو د پټليو او د سمندر له لارې سره وصل شي. د ديپلوماتانو د څرګندونو له مخې چين غواړي چې دغسې ورته سرمشريزې غونډې کال په کال سمبالې کړي.

پکينګ د اسهامو بازار ته هم مخه کوي

چين د ورېښمو د لارې د سترې پروژې د تمويل په موخه د اسهامو کورني او بهرنيو بازارونو ته د لاسرسي اجازه هم غواړي ورکړي. د اسهامو د بازار د څار د سازمان مشر، فانګ شينګهای، د مرکزي بانک د مجلې په يوه مقاله کې ليکلي چې له دې طريقه به د تر ټولو مهمو کارونو له پاره اړينې پيسې برابرې شي.

د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل په استازيتوب د آلمان د اقتصاد وزيرې، بريګيته څيپريس، پکينګ ته سفر کړی دی. دا چې چينايي کوربانه په دغه سرمشريزه کې د آلمان ګډون مهم بولي، نو څيپريس به په همدغه يکشنبه له ولسمشر شي جينپينګ او د دوشنبې په ورځ له لومړي وزير، لي کېچيانګ، سره هم وويني. د دې تر څنګ د سوداګرۍ له وزير او د پرمختيايي چارو او اصلاحاتو له ډېر صلاحيت لرونکي کميسيون سره هم خبرې په نظر کې نيول شوې دي.

څيپريس د بازار د پرانيستلو غوښتنه وکړه

څيپريس غواړي چې په پکينګ کې «د دواړو خواو له پاره د پرانيستي او آزاد تجارت» څخه ننګه وکړي. د هغې په خبره صحيح نه ده چې چينايان له «هغو پيسو سره چې سرچينه يې هم تل پرته له شکه معلومه نه وي» کولای شي چې په آلمان کې شرکتونه واخلي، په داسې حال کې چې د آلمان د موټرو صنعت دې ته اړ وي چې له نورو يعنې چينايي شرکتونو سره يو ځای شي څو اقتصادي فعاليت وکولای شي. له سرمشريزې لږ مخکې څيپريس ويلي وو چې د غونډې د وروستۍ اعلاميې په هکله هم لا اختلافات موجود دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (17.10.2014):