1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پیښور: د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانیستو پر ضد احتجاج روان دئ

۱۳۹۱ تیر ۲۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15Ypk

په پیښور کې په زرونو کسانو د پاکستان د دولت له لوري د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانیستلو په سر په احتجاج لاس پوری کړی دئ. دغه لاریون د جمیعت علما اسلام د ډلې له لورې تر سره کیږي چې د پاکستان د دفاع د شوری په نوم ملاتړی گوند دئ. تر دې وړاندې دغې شوری د اسلام آباد په لور مارش تر سره کړی وو او تر هغې وروسته ئې د کوټې ښار څخه د چمن په لور هم احتجاجي لاریون په لاره اچولی وو.