1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پیکنگ او واشنگټن په افغانستان کې د سولې له پاره همکاري کوي

آژانسونه۱۳۹۴ مهر ۴, شنبه

د چین خارجه وزارت په واشنگټن کې د امریکا او چین د ولسمشرانو تر لیدنې کتنې وروسته اعلان وکړ چې دواړه هیوادونه د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې خپل استخباراتي همکاري لا پسې زیاتوي.

https://p.dw.com/p/1Ge0g
Symbolbild USA China Beziehungen Hacking
انځور: Reuters/H. Kang

چین وایې چې د دغه هیواد په لویدیځ کې د شین جیانگ په سیمه کې د اسلامي تندلارو ملیشه و له جدي گواښ سره مخامخ دی. په دغه سیمه کې تیر کال د زور زیاتي په مختلفو پیښو کې په سلگونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو له دغه هیواد څخه د باندې د بشري حقونو پلوي ډلې بیا وایې چې چین د خپلې هغې ادعا د ثابتولو له پاره چې گواکې په دغه هیواد کې داسې یوه منسجمه ډله وجود لري چې د دغه هیواد له حکومت سره مبارزه کوي قانع کوونکي دلایل نه دي وړاندی کړي.

د دوی په اند دغه ناآرامۍ د چین د حکومت د هغو کوښښونو او اقداماتو پورې ارتباط نیسي چې د شین جیانگ په سیمه کې د ایغور اقلیت د مذهب او کلتور د کنترول له پاره یې ترسره کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې راغلي دي چې چین او امریکا متحده ایالاتو د هر ډول وسله وال زور زیاتي پر وړاندی مخالفت ښودلې دی او د دوه اړخیزه او څو اړخیزه همکاریو د بهبود په برخه کې یې موافقه کړی ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي:« دواړه خواوې غواړي د ترهگرۍ ضد همکاریو ته په پراخه پيمانه پراختیا ورکړي. د دغو همکاریو له جملې څخه له بهرنیو ترهگرو سره د چلند څرنگوالې(کوم چې د سرحدي پولو اوړي)، د ترهگرو د مالي سرچینو له منځه وړل او د ترورستي گواښونو په برخه کې د استخباراتي معلوماتو له شریکولو څخه یادونه کولې شو.»

د چین حکومت وایې چې ایغوریان له نورو افراطي ډلو سره یوځای په سوریې او عراق کې جنگیږي او د آسیا د جنوب ختیځ او ترکیې له لارې یې هلته فرار کړی دی.

چین چې په شین جینانگ سیمه کې له افغانستان سره لنډه پوله لري په دغه هیواد کې بې ثباتۍ اندیښمن کړی دی . دغه هیواد په افغانستان کې د سولې راوستلو له پاره خپلې دیپلوماتیکې هڅې گړندئ کړي دي، ځکه له دې لارې ایغور ملیشه و ته د مرستې رسولو امکان وجود لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړی ده چې چین او امریکا متحده ایالات په افغانستان کې خپلې اړیکې او همکارۍ زیاتوي، او د سولې او ثبات د هڅو ملاتړ کوي.