1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پېښور ته نژدې ځانمرگي بريد سخته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۴ دی ۲۹, سه‌شنبه

په پيښور کي يوه ځانمرگي۱۱ کسان وژلي او ۱۷ نور ټپيان کړي دي. پېښه نن سهار د گڼه گوڼي پرمهال تر ښار دباندي د پوليسو د تلاښۍ يوې پوستې ته نژدې رامنځ ته سوې. د بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي نه دئ منلی.

https://p.dw.com/p/1Hfjq
Pakistan Anschlag in Peschawar
انځور: Getty Images/AFP/A Majeed

تر پيښور ښار دباندي افغانستان ته پر غځېدلي لويي لاري نن د سه شنبې په ورځ سهار (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۹مه) په جمرود سيمه کي د پوليسو د تلاښۍ يوې پوستې ته نژدې چاودنه سوې.

د منظور شاه په نوم یوه چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د لومړيو معلوماتو له مخي داسي ښکاري چي د پوليسو پوستې ته نژدې په يوه درول سوي موټرسايکل کي چاودېدونکي مواد ځای پر ځای سوي ول. هغه ويلي دي چي دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دا يو ځانمرگی بريد وو که نه.

پيښور ته نژدې د حيات آباد روغتون يوه چارواکي ويلي دي چي دوی ته ئې د يوه کوچني په گډون ۶ جسدونه او ۱۷ تنه ټپيان وروړي دي.

خو يوه بل چارواکي منير خان بيا رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي دا يو ځانمرگی بريد وو: «په دغه بريد کي چي پر موټرسايکل سپاره يو کس له خوا سوی، پنځه پوليس چي يو ئې د پوستې قوماندان وو او پنځه تنه ملکي وگړي وژل سوي دي.»

د دغي پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پرغاړه نه دئ اخيستی.

تيره ورځ کوټي ښار ته نژدې د سړک د غاړي ماين په چاودنه کي شپږ پاکستاني عسکر ووژل سول.