1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پېښور: چاودنې څلور تنه ووژل

۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16e2a

د پاکستان په پېښور کې یوه ځانمرګي برید کوونکي يو تن پاکستاني لوړ پوړی چارواکی او درې تنه نور وګړي ووژل. د پولیسو یوه ویاند د چهار شنبې په ورځ وویل چې دغه ځانمرګي برید کوونکي د ښار په یوه ګنه ګوڼه برخه کې د وژل شوي چارواکې موټر ته نزدې خپل ځان وچاوه.

په دې پېښه کې د پولیسو دغه چارواکی، د هغه ساتونکی، موټر چلوونکی او یو تن لاروی وژل شوی دی. پر دې سربیره په پېښه کې ۲۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي او یو شمیر دوکانونو ته هم تاوان رسیدلی دی.