1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پېښور: چاودنې ۱۹ انسانانو ته مرگ ژوبله واړوله

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبه
https://p.dw.com/p/14uFE

د پاکستان د خيبرپښتونخوا د ايالت په مرکزي ښار پېښور کي د سړک د غاړي يوې چاودنې لږ تر لږه دوه انسانان وژلي او ۱۷ نور ئې ژوبل کړي دي. پوليسو ويلي دي چي دغه پېښه د شنبې په ورځ هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د پوليسو د موټرو يوه قافله د زندانيانو د انتقال له پاره پر لارې وه. د سړک د غاړې په دغه چاودنه کي په وژل سوو کسانو کي يو پوليس او په ژوبل سوو کي ۶ پوليس ښودل سوي دي. د چارواکو په وينا د ځینو ژوبل سوو کسانو روغتيايي وضعه د اندېښنې وړ ده.