ځانمرګي برید پاکستانی ایالتي وزیر وواژه
۱۳۹۱ دی ۳, یکشنبه
په پېښه کې د شنبې په ورځ یوه ځانمرګي برید کوونکي د عوامي نیشنل ګوند (ANP) پر یوې غونډې باندې برید وکړ. پېښه د پېښور ښار په قصه خانه سیمه کې رامنځ ته شوه چې له کبله یې اته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د برید اصلي هدف د پښتونخوا ایالتي وزیر بشیر احمد بلور وو، چې د برید له کبله وژل شوی دی. ښاغلی بلور لومړی د برید له کبله ټپي شو او بیا یې په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا پر بلور باندې دریم برید وو. عوامي نیشنل ګوند په پاکستان کې د افراطیت ډیر سخت مخالفت کوي. پاکستاني طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
د پېښور د پولیسو یوه چارواکي شفقت ملک، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «برید کوونکی هغه کور ته ورننوت چې غونډه په کې روانه وه او بیا یې خپل ځان ته انفجار ورکړ.»
تر پېښې وروسته د پاکستان بیلابیلو ګوندونو د ښاغلي بلور د مړینې له کبله خپله خواشینې څرګنده کړه او ویویل چې هغه یو داسې وګړی وو چې تل یې د اسلامي افراطیت پر وړاندې خپل آواز پورته کړی وو.
د پاکستان لومړي وزیر راجه پرویز اشرف، د پاکستان د دولتي تلویزیون له لارې د پېښې په اړه خپله خواشینې څرګنده کړه او ویویل: «زه په پوره ډاډ سره ویلی شم چې د پاکستان ملت به دغه جګړه [د تاوتریخوالي پر ضد جګړه] وګټي.»