1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرګي برید په پروان ولایت کې شپړ کسان ووژل

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

یوه ځانمرګي برید د سه شنبې په ورځ په پروان ولایت کې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او ۲۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي. چارواکو ویلي دي چې چاودنه یوه کلینیک او ښوونځي ته نزدې د پولیسو د تعقیب پر مهال رامنځ ته شوه.

https://p.dw.com/p/1IPTQ
انځور له اشریف څخهانځور: Reuters/Parwiz

د پروان ولایت د پولیسو قوماندان محمد زمان مموزي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ ته د دې موضوع په اړه اطلاع راکړل شوې وه. هغه [ځانمرګي بریدکوونکي] غوښتل چې د پولیسو پر یوې اډې باندې برید وکړي خو کله چې هغه د پولیسو له تعقیب سره مخامخ شو نو هغه ځان یوه ښوونځي او کلنیک ته نزدې والوزوه.»

يا چارواکي زیاته کړې ده: «شپږ تنه ملکي وګړي وژل شو ي او ۲۲ تنه نور بیا ټپیان دي.»

د پروان ولایت یوه ویاند وحید صدیقي، ویلي دي چې د وژل شویو کسانو شمیر زیاتیدای شي ځکه په خبره یې د یو شمیر ټپي شويو کسانو روغتيايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو ډیر وخت طالبان د دغه شان بریدونو مسولیت پر غاړه اخلي.

طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او د افغانستان په ډیرو برخو ځانمرګي بریدونه او ډله ییز بریدونه ترسره کوي.

تر دې مخکې په فبروري میاشت کې په سیاګرد ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید نهه تنه ملکي وګړي وژلي وو. د دغه برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب