1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرګي برید په کابل کې دوه تنه ووژل

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۲۶, جمعه

یوه ځانمرگي برید کوونکي د جمعې په ورځ په کابل کې په چاودیدونکو توکو خپل بار موټر وچاوه چې په پایله کې یې لږ تر لږه دوه تنه ملکیان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/1A2JF
انځور: picture-alliance/AP

دغه پېښه په داسې سیمې کې رامنځ ته شوې ده چې په هغې کې په افغانستان کې میشت ډیر شمیر بهرنیان ژوند کوي.

تر چاودنې وروسته په سیمه کې د سپکو وسلو ډزې هم اوریدل شوې دي. تر پېښې لږ وروسته د چټک غبرگون سرتیري هم سیمې ته ورسیدل. چاودنه د کال ښار په ختیځې برخې کې هوايي ډگر ته نزدې رامنځ ته شوې ده. په دې سیمه کې چې د Green Village په نوم یادیږي، په افغانستان کې میشت ډیر شمیر بهرنیان ژوند کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل: «لومړنۍ څیړنې ښيي چې پېښه د یوه ځانمرگي برید په پایله کې رامنځ ته شوې ده.» دغه افغان چارواکي همداراز په چاودنه کې د یوې ښځې په گډون، د دوو تنو ملکي وگړو وژل کیدل تایید کړي دي. هغه زیاته کړه: «په چاودیدونکو مواد بار یو وړوکی موټر له دوو موټرو سره وجنگید. دغه دوه موټر له نوموړي ځای څخه د وتلو په حال کې ول.»

طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته. د دغه ډلې ویاندې له یوه نامعلومه ځایه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «زموږ مجاهدینو له گرین ویلیج څخه د بهرنیو وگړو پر یوه کاروان باندې برید وکړ. له دغه سیمی امریکایان استفاده کوي.»

په وروستیو میاشتو کې په کابل کې د تاوتریخوالي کچه یو څه راکښته شوې ده. د روان کال په لومړیو میاشتو کې پر کابل او د افغانستان پر نورو سیمو باندې بریدونه وشول چې له کبله یې ډیره مرگ ژوبله رامنځ ته شوه.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو ته څه نا څه یو کال پاتې دی، افغان حکومت له تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې تر فشار لاندې دی. اوس مهال افغان حکومت او نړیواله ټولنه غواړي له یاغیانو سره سوله وکړي ترڅو په افغانستان کې د جگړې مخه ونیوله شي.

تر دې مخکې طالبانو په قطر کې یو دفتر پرانیسی وو تر څو له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پرمخ یوسي، خو دغه دفتر د ولسمشر کرزي تر سختو نیوکو وروسته وتړل شو.