1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرگي برید لاهور ښار ته ټکان ورکړ

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۱۲, دوشنبه

د هند پولې ته نزدې په لاهور کې یوه ځانمرگي برید کوني د خلکو په یوه ستره گڼه گوڼه کې په چادونې لاس پورې کړی دی او له ځان سره ېې څه د پاسه ۵۰ تنه نور انسانان هم وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1Dfw5
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

تندلاري طالبان او نور یاغیان وخت په وخت په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو باندې خونړي بریدونه ترسره کوي. د پاکستان په شتمن ایالت پنجاب کې تر اوسه پورې دغه شان حملې ډیر لږی وې خو اوس دغه ایالت هم د خونړیو بریدونو هدف گرځیدلی دی. لږ تر لږه ۵۴ خلک هغه وخت ووژل شول چې یو ځانمرگي برید کونکي د دودیزو عسکري مراسمو څخه لږ څه وروسته د خلکو په یوې سترې ټولنې کې د لاهور میلیوني ښار ته نژدې ځان والوزاوه. په دغه خونړي برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه نور کسان ټپیان شوي دي. په تلویزوني انځورونو کې لیدل کیده چې امبولانسونو ټپیان د لاهور د ښار روغتون ته لیږدول. د پولیسو د وینا له مخې برید کوونکی یو ځوانکی وو چې ځان پورې یې چادونکي توکي تړلي وو.

پولیسو څرگنده کړه چې برید کونکي د یو رستورانت مخې هغه وخت برید ترسره کړی دی چې د عسکري مراسمو په شا خوا کې امنیتی تدابیر ډیر زیات ټینگ نه وو. د هند پولې ته نزدی د واگه په سرحد کې په دغو عسکري مراسمو کې د دواړو دولتونو پوځيان د لمر لویدو څخه لږ مخکې خپل بیرغونه راکښته کوي او ټولوي یې. د بیرغونو د راټولو دغه مراسم ډیر په زړه پوري دي او وخت په وخت ډير خلک د هغو نندارې ته ورځي. د یکشنبې په ورځ هم په زرهاو کسان د دغو مراسمو د نندارې له پاره راټول شوي وو.

د دې خونړی حملې تر شا څوک دي؟

دا چې د دغې حملې مسوولیت د چا پر غاړه دی لا تراوسه پورې په دقیقه توگه معلومات په لاس کې نه شته. خو درې زور پالونکو ډلو ویلي دي چې دوی دغه کار کړی دی. د پاکستان د تندلارې ډلې «تحریک طالبان پاکستان» څخه په دی وروستو وختو کې یو گڼ شمیر ډلې بیلې شوی دي.

د جماعت الاحرا په نامه یوې ډلې چې له تحریک طالبان پاکستان څخه بیله شوی ده او ویل کیږي چې د القاعدې له شبکې سره اړیکه لري د دغې حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د نوموړې ډلې ویاند احسان الله احسان، څرگنده کړه: « دا زموږ کار دی.» هغه په عین وخت کې د نورو داسې حملو خبرداری هم ورکړ: «موږ وروسته له دې هم کافران د خپلو حملو هدف گرځو.»

په شمال لویدیځ کې پوځي عملیات

دغه حمله په داسې وخت کی تر سره شوه چې د عاشورا د مراسمو له پاره په ټول پاکستان کې ټینگ امنیتی تدابیر نیول شوي دي. په وژل شویو کسانو کې دوه سرحدي پوځيان چې معمولا د پولیسو دنده هم تر سره کوي، شامل دي. د جون له نیمايي څخه را په د خوا کله چې د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلي سیمو کې ستر عملیاتو پیل کړل، دا تر ټولو خونړي حمله ده. شمالي وزیرستان د طالبانو سرته اډه گنل کیږي. د پوځ د ویناوو له مخې د عملیاتو له پیل څخه تر اوسه پورې په دغې سیمې کې څه د پاسه ۱۱۰۰ افراطیون وژل شوي دي.

د هند صدراعظم نریندر مودي، دغه حمله په کلکه غندلی ده. مودي د خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «دا یو بزدلانه تروریستي عمل دی.» د هند چارواکو په سرحد کې خپل امینتی تدابیر نور هم ټینگ کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب