ځانگړي امريکايي ځواکونه، کيدای سي په افغانستان کي پاتي سي
۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبهد ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ پيښې وروسته، چي لومړي امريکايان افغانستان ته ولېږل سول، هغوی په سي آی اې او د امريکا په ځانگړو يا سپيشل فورس ځواکونو پوري اړه درلوده. اوس اټکل کيږي، چي د افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو په وتلو سره به هم دغه وروستي ځواکونه وي.
په افغانستان کي د امريکا د پوځي مداخلې د لسمي کليزي پر وخت زياتو خلکو ته د دغه کړکېچ پېل هم ورپياديږي. دا هغه وخت ؤ چي د طالبانو د ريژيم د ړنگولو لپاره امريکايي جنگي الوتکو افغانستان ته مخه کړه او يوه داسي جگړه يې پېل کړه چي د امريکا تر اټکل ډېره اوږده سوه.
د امريکا د ځانگړو پوځونو قومندان جنرا جان مُلهولنډ وايي، چي د سپتمبر د 11مي څخه لږ اونۍ وروسته دوی د سي آی اې يوه ډله افغانستان ته ولېږله.
د نومړي په وينا د دغي ډلي د ساتني او پلانونو ته د عملي جامو اغوستلو لپاره زرغون خولۍ ځانگړي عسکر هم ورسره يو ځای کړل سول. د دوی دنده دا وه، چي د طالبان پر ضد د عملياتو همږغي وکړي او القاعده شبکه وڅارې.
د امريکايي پوځ د قومندانانو د وروستيو وړانديزونو له مخي ښايي په ۲۰۱۴ کال کي په بشپړه توگه افغان ځواکونو ته د واک سپارلو وروسته هم د سي آی اې او امريکايي پوځ ځانگړي عسکر په افغانستان کي پاته سي.
د امريکا د ملي دفاع مشاوير ټام ډونيلون د سپتمبر په مياشت کي په خبرو کي وويل، چي د افغانستان څخه د پوځي انخلا وروسته به د ترهگرۍ ضد امريکايي گروپونه بايد په دايمي توگه په افغانستان کي پاته سي.
د سپيني ماڼۍ وياند ټومي ويټر بيا وايي، چي د ۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کي پاته ترهگر ضد امريکايي عسکر به د هغو امريکايانو ملاتړ هم ولري، چي په افغانستان کي به د افغان امنيتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي.
جنرال مولهولنډ وايي، چي سي آی اې په افغانستان کي د استخباراتي کړيو يو جال جوړ کړی دی.
د دغه جال په مرسته به سي آی اې او امريکايي ځانگړي پوځونه د ۲۰۱۴ کال وروسته هم د طالبانو تر ولکې لاندي سيمو کي د ترهگرو پر ضد عمليات کوي.
امريکايي چارواکو نه دي ويلي، چي په څه شمېر ځانگړي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي پاتيږي.
خو هغه شمېره چي په وار وار په رسنيو کي ياده سوې ده هغه د لسو زرو ځانگړو امريکايي عسکرو شمېره ده، چي اټکل کيږي په افغانستان کي به د اوږدې مودې لپاره پاته سي.
ښايي د دغو ځانگړو عسکرو او د استخباراتي چارواکو د ملاتړ او لوجستکي کومک لپاره د شلو او دېرشو زرو په شاوخوا کي نورو امریکايي عسکرو ته اړتيا وي. خو دا ټوله هغه څه دي چي د وخت په رارسېدو به څرگند سي.
يوه خبره چي اوس څرگنده ده هغه دا ده، چي د سي آی اې امريکايي اجنټان او ځانگړي امريکايي عسکر به تر ټولو وروسته د افغانستان څخه وزي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل