1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځایي اتل: باز محمد مبارز افغانانو ته ویاړ راوړي

۱۳۹۴ شهریور ۱۶, دوشنبه

باز محمد مبارز د افغانستان نامتو ورزشکار دی چې په آزاده رزمي سیالیو کې يې تر اوسه پورې څو مداله ترلاسه کړي دي. د مبارز هره بریا او مډال ډیر شمیر افغانان خوشحالوي او له همدې کبله هغه د ډیرو له پاره یو ځایي اتل دی.

https://p.dw.com/p/1GS7n
Local Heroes Artikelbild Pashto
انځور: DW

مبارز په رینگ کې دی او سخته مبارزه کوي. هغه د مدال ګټلو له پاره هڅه کوي چې د هغو افغانانو له پاره خوښي راوړي چې د جګړې لسیزې او ويجاړۍ يې تجربه کړي دي.

آزاده رزمي لوبه یا «ام ام ای» په افغانستان کي نوی ورزش دی چې د باز محمد له خوا یې په دې هیواد کې بنسټ ایښودل شوی دی. دې ورزش ته تر مخه کولو مخکې باز محمد د غيږې نیولو ورزشکار وو. هغه په پهلواني کي ښې لاس ته راوړنې لرلې خو خاصه علاقه يې د آزادې رزمي لوبي سره وه. باز محمد دغه ورزشي رشته د ویديوګانو د لیدو او انترنت له لارې زده کړه.

د علاقې له ډیریدو سره هغه ورو ورو په دې رشته کې مسلکي تمرينات پيل کړ. باز محمد مبارز د «ام ام ای» ورزش د پيلولو په اړه وايې: «په ۲۰۰۸ کال کی زه د مختلط رزمي ورزشونو علاقمند شوم. د آزادې مبارزې ویدیوګانې مې وليدې او په ځان کي می دغه توان ولید چې دې رشتې ته مخه کړم.»

بازمحمد او ورور يې نیک محمد د خپلي پهلوانۍ په کلپ کې د آزادې مبارزې په رشته کې تمرینونو پيل کړل. په افغانستان کې هغه مهال د دې ورزشتې رشتې کوم کلپ موجود نه وو. باز محمد به له د ویدیوګانو او انترنت په مرسته تمرینات کول.

لږ موده وروسته باز محمد او ورور ېې د بغلان ولايت په ورزشي امريت کې يوه غوښتنه وړاندې کړه خو هيڅوک هم د مبارزې له پاره حاضر نه شول. څوک نه پوهيدل چې په دې رشته کې مبارزې څرنګه ترسره کیږي. بازمحمد او ورور يې د دې ولايت د ورزشي امريت په مرسته د رزمی ورزش له فدراسیون سره اړیکه ونیوله ترڅو دغه رشته په رسمي توګه ثبت شي.

سوپر فایتر

په دې رشته کې مسابقي بايد په رسمي ډول د بدنی روزنې د رياست له خوا د د رزمي ورزش په فدراسیون کی جوړې شوی وای. تر شپږو میاشتو هڅو وروسته دغه ورزش په بغلان ولایت کې د یوې رشتې په توګه ثبت شو.

اوس هغه خپلې ارزو ته رسیدلي او کولی شي چې د مبارزې ميدان ته ننوزي. هغه په افغانستان کې د «ام ام ای» د سیالیو په اړه وايې: «د لومړي ځل له پاره په کندز کې په دې رشته کې د اتو هېوادونو تر منځ سیالۍ وشوې. هلته ما وکولی شو چې خپل درې تنه سیالانو ته فني ضربې ورکړم او لومړي مقام ته ورسیږم. وروسته می بيا ترکیې ته سفر درلود چې هلته مې خپل ايراني سیال ته تر ماتې ورکولو وروسته د سرو زرو مدال تر لاسه کړ.»

دا لومړی مدال وو چې باز محمد په دې ورزشي رشته کي تر لاسه کړل. وروسته هغه په ۲۰۱۰ کال کې په ايران، په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲مو کلونو کې په ترکیې کې په سیالیو کې ګډون وکړ او په پرله پسی توګه يې په نړيوالو تورنمنتي اماتورو سیالیو کې څلور د سرو زرو مدالونه وګټل.

د باز محمد له پاره د حرفه يې مسابقو پيل په کال ۲۰۱۲ کي وشو. وروسته له هغه اته ځلي د حرفه يې سيالانو پر وړاندې میدان ته وتلی چې پنځه سیالۍ یې ګټلي او دوه يې بایللې دي. باز محمد په تایلند کې په خپله وروستۍ سیالي کې یوه آلماني ته ماتې ورکړه.

د خلکو د خوښیو له پاره مبارزه

باز محمد اوس هم له ډيرو ستونزو سره مخامخ دی او ډير سخت او درانه تمرینونه باید په کمو امکاناتو سره وکړي. هغه وايې کله چې تمرین کوي او د مسابقې ميدان ته ننوزي نو یوازې د خلکو د خوښیو په فکر کې وي: «ډير دوستان لرم چې راته وايي ولې اروپا ته نه راځي، دلته نه اوسې او مبارزه نه کوي. خو له خپل هېواد او خلکو سره مینه مي دا اجازه نه راکوي چې له دې ځای څخه ولاړ شم. په ريښتيا سره چې پر ما باندې مې ولس ډير ګران دی او هغوی ما ډير نازوي.»

د باز محمد د بریا خبرونه په ټولنیزو شبکو کې خپریږي، خلک پرې ویاړي او خپلې خوښۍ څرګندوي. د باز محمد یو مینه وال رامین برات، وايې چې د بازمحمد نړیوالو ته افغانستان د سولې پیغام رسوي. هغه وایي: «موږ شاهدان يو چې نه يوازي د باز محمد برياليتوب بلکه د سپورت په هره رشته کی برياليتوب د خلکو د خوشاليو سبب کیږي. د بیلګې په توګه د کريکیت یا فوټبال د ملي لوبډلو د بریا په صورت کې خلک جشنونه نیسي او خوشالۍ کوي. ورزش په هېواد کې د خلکو تر منځ د يووالي او اتحاد په رامنځته کولو کې مرسته کوي.»

همدا څو ورځې ترمخه کله چې بازمحمد مبارز له تايلند څخه راستون شو نو ډير شمير عامو وګړو، چارواکو، د پارلمان استازو او نورو ورزشکارانو د هغه هرکلی وکړ.

باز محمد مبارز د پهلوان زوی دی. پلار يې هيله لرله چې اولادونه يې ورزشکاران وي او بریاوې ترلاسه کړي. باز محمد او څلورو ورونو يې د پلار لار تعقیب کړه او اوس نه يوازې په خپله دی، بلکه څلور ورونه يې هم د «ام ام ای» ورزشکاران دي.

مبارز ډیر وخت د مبارزې میدان ته له ځان سره د افغانستان بیرغ لیږدوي.
مبارز ډیر وخت د مبارزې میدان ته له ځان سره د افغانستان بیرغ لیږدوي.انځور: M. Mubariz

مبارز د طالبانو د واکمنۍ پر مهال سخت ژوند تیر کړی دی. هغه مهال يې باید د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو له پاره کار کړی وای او ورزشي تمرينات یې باید پر مخ بيولي وای.

باز محمد خپل وروستۍ مډال افغان امنیتي ځواکونو ته ډالۍ کړ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی، په خپله فیسبوک پاڼه کې د باز محمد مبارز دغه اقدام ستايلی او لیکلي يې دي: «زه د افغانستان د ملي پولیسو او نورو امنيتي قواو په استازيتوب د افغانستان له قهرمانه ښاغلي باز محمد مبارز، څخه مننه کوم چې خپل هېواد ته يې وياړ ور په برخه کړی.»

د «ام ام ای» وده

د باز محمد مبارز د هڅو په پایله کې اوس د افغانستان په ډیرو برخو کې د «ام ام ای» کلبونه پرانیستل شوي دي. هغه اوس د افغانستان په ملي المپیک کمیټه کې د ازادی مبارزې یا «ام ام ای» د فدراسیون رییس دي. هغه وايې چې اوس يوازې په کابل کي د دې رشتې له ۵۰ څخه زیات کلپونه جوړ شوي دي.

اوس هر میاشت د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د «ام ام ای» سیالۍ ترسره کیږي. د دې رشتې یو شمیر افغان لوبغاړي بیا بهرنیو هیوادونو ته هم د سیالیو په موخه سفر کوي.