1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د لرغونو آثارو ساتونکی، ستار پهلوان

هوشنگ هاشمي ، هرات۱۳۹۴ شهریور ۲۳, دوشنبه

ستار پهلوان سوداګر دی او په ځوانۍ کې یې بهلواني کوله. خو اوس په هرات ولایت کې میشت دغه افغان د خپل هیواد د تاریخي اثارو د ساتنې، د معتادینو د درملني او نورو ټولنیزو فعالیتونو له کبله د ډیرو له پاره یو ځایي اتل دی.

https://p.dw.com/p/1GVyU
انځور: DW

یوه ورځ ستار پهلوان په خپل کور کې وو چې یوه ښځه یې لیدو ته راغله. ده ګومان کاوه چې دغه میرمن هم د نورو په څیر د مالي مرستو ترلاسه کولو له پاره د هغه لیدو ته راغلي. خو کله چې پهلوان دغې مور ته پیسې ورکړې نو هغې یې له اخیستو انکار وکړ او له دې یې په بله برخه کې مرسته وغوښته.

«ما ورته څو پیسې ورکړې او ومې ویل چې مورې واخله. هغې را ته وویل چې پیسې مې دې په کار نه دي. زه دوه ناروغان لرم چې په درملنې کې یې ستا مرستې ته اړتیا لرم. ما وپوښتل چې مورې دغه دوه کسه په کومې ناروغۍ اخته دي؟ راته یې ځواب راکړ چې هغوی په نشو روږدې دي.»

دا لومړی ځل نه وو چې له ستار پهلوان څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه شوې وه. تر دې مخکې د هرات یو بل اوسیدونکی چې ضیا مالدار نومیده له پهلوان څخه په نشو د روږدو کسانو د درملني مرکز د جوړولو په برخه کې مرسته غوښتې وه. نو همدا وو چې پهلوان له مالدار سره خبرې وکړي او هغه ته یې د مرستو ژمنه وکړه.

په افغانستان کې په نشو د روږدو کسانو شمیر تر درو میلیونو زیات اټکلیږي
په افغانستان کې په نشو د روږدو کسانو شمیر تر درو میلیونو زیات اټکلیږيانځور: DW/H. Hashimi

«ضیا مالدار ته مې وویل چې زه درسره مرسته کوم او بیا مو د روږدو کسانو د درملنې د مرکز بنسټ کیښود. تر اوسه پورې مو د ۲۸۰ او ۲۸۵ تر منځ د معتادو کسانو درملنه کړې ده.»

ضیا مالدار په خپله ۲۲ کاله له مخدره توکو څخه استفاده کړې ده او بیا یې په ایران کې درملنه شوې ده. هغه افغانستان ته تر ستنیدو وروسته ولیدل چې په هرات ولایت کې هم ډیر کسان په نشه يي توکو روږدي دي او پریکړه یې وکړه چې له هغوی سره مرسته وکړي. ده دغه تجربه لرله او اراده یې هم قوي وه خو په نشو د روږدو کسانو د درملنې د یوه مرکز د جوړولو له پاره یې مالي امکانات نه لرل.

«زه په ایران کې په نشه يي توکو اخته شوم او په همدې هیواد کې مې درملنه هم وشوه. کله چې افغانستان ته ستون شوم نو پریکړه مې وکړه چې په هرات کې له نورو په نشو روږدو کسانو سره مرسته وکړم. زه د ډیرو کسانو لیدو ته ولاړم او مرسته مې وغوښته خو هیڅوک هم مرستې ته چمتو نه شول.»

خو ستار پهلوان له هغه سره د مرستې ژمنه وکړه او یوځای یې د شیخ احمد کهدستاني په نوم د معتادو کسانو د درملنې مرکز جوړ کړ. په دې مرکز کې تر اوسه پورې د ۲۸۰ څخه د ډیرو کسانو درملنه شوې او تر ۴۰۰ ډیر نور بیا اوس هم په همدې مرکز کې ساتل کیږي. مالدار وایي:

«ستار پهلوان یوه ودانۍ موږ ته راکړه. د هغه د بریښنا، اوبو او نور مسایلو لګښت یې بر غاړه واخیست. هغه موټر چې موږ اوس دلته کاروو هم د ستار پهلوان دی. وخت ناوخته خپله هم دې مرکز ته راځي او احوال مو اخلي.»

په دې مرکز کې په نشو روږدو کسانو ته درمل نه ورکول کیږي بلکې د اوبو او رواني درملنې له لارې له هغوی سره مرسته کیږي. د هرات ډیر شمیر اوسیدونکي اوس په دې مرکز کې تر درملنې وروسته د ښه ژوند چانس لري او له لا ډیر امید سره د راتلونکې پر لور روان دي.

عبدالغفور یو کال مخکې په نشه يي توکو اخته وو او د یوې نا معلومې راتلونکې په لور روان وو خو هغه نشه يي توکي پریښودل او اوس آن له نورو معتادینو سره مرسته کوي. هغه وایي چې که په افغانستان کې د ستار پهلوان په څیر نور کسان هم موجود وای نو د نشه يي توکو د استعمال ستونزه به تر ډیره حده پورې له منځه ولاړه شي: «هغه ډیره مرسته کړې ده. دلته یوه سیمه د معتادینو د ښارګوټي په نوم یادیده. خو کله چې ده د دغه مرکز په جوړولو کې له موږ سره مرسته وکړه نو موږ له هرات څخه تر ۷۰۰ ډیر په نشو روږدې کسان راټول کړل.»

د تاریخي اثارو ساتنه

ستار پهلوان د په نشو روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د کار ترڅنګ له ډیرو کلونو راهیسې د افغانستان د تاریخي اثارو ساتنه هم کوي. هغه د کورنیو جګړو او په وروستیو کلونو کې د دې له پاره چې د افغانستان تاریخي اثار د غیر قانوني کیندونکو په واسطه له افغانستان څخه و نه ایستل شي، د افغان حکومت په مرسته یو موزیم جوړ کړی دی چې په کې ډیر شمیر اثار ساتل کیږی. ستار پهلوان وایي: «ډیر شمیر اثار چې اوس په دې موزیم کې موجود دي په نړۍ کې ساری نه لري.»

هغه له څلویښتو کلونو راهیسې د دغه موزیم ساتنه کوي. افغانان کولای شي چې له دې موزیم څخه لیدنه وکړي او د خپل هیواد په تاریخ خبر شي.

ستار پهلوان د هرات د ډیر شمیر اوسیدونکو له پاره یو ځایي اتل دی. دغه هراتیان وایي چې ستار پهلوان د ډیرو افغانانو په شونډو مسکا راوستې او ورسره مرسته کوي. د هرات یو تن فرهنګي ستار الکوزی، وایي: «په داسې شرایطو کې داسې یو کس پیدا کیږي چې د خلکو له مسکا او نوي ژوند سره مرسته کوي. دا یو ډیر لوی خدمت دی. هغه نه یوازې دا چې یو ځایي اتل دی، بلکې یو ملي اتل هم بلل کیږي.»

ستار پهلوان د هغه افغانانو په ډله کې دی چې د افغانانو د ژوند د بدلیدو له پاره په خپله هڅه کوي او تر اوسه پورې یې د ډیرو انسانانو ژوند ته بدلون ورکړی دی.