1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالوحید وفا، هغه مشر چې ښې لاسته راوړنې لري

۱۳۹۴ مهر ۱۴, سه‌شنبه

عبدالوحید وفا د کابل په پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز اجرائيوې رئيس دی. په دغه مرکز کې د افغانستان په اړه تر ۱۰۰ زرو ډیر معتبره اسناد موجود دي. وفا توانیدلی دی چې ډیر شمیر محصلین دغه مرکز ته جذب کړي.

https://p.dw.com/p/1GjDU
انځور: DW/K. Omid

د کابل پوهنتونو په چاردیوالۍ کې دننه د زړو ونو تر منځ یوې ډیرې ښکلې یوې پوړیزې ودانۍ د خلکو پام ځان ته را اړولی دی. دغې ودانۍ ته د ننوتلو په دروازه کې «د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز» یا د افغانستان پیژندنې مرکز لوحه نصب ده.

دغه ځای ته د محصلینو تگ راتگ ډیر دی. په دغه ودانۍ کې دننه د کتابونو المارۍ، انځورونه، تاریخي اسناد او څیړنې په یوه خاص نظم سره ایښودل شوې دي. سره له دې چې د محصلینو تگ راتگ جریان لري خو بیا هم فضاء ډیره آرامه وي.

دغه مرکز د یوه ځوان د ښه مدیریت نتیجه ده. د څلورو کلونو راهیسې عبدالوحید وفا د دغه مرکز مشري پر غاړه لري. وفا یو ډير زیار کښ انسان دی. د افغانستان پیژندنې مرکز ته هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ محصلین مراجعه کوي.

د ښاغلې وفا په خبره د محصلینو سربیره یو شمیر کورني او بهرني څیړونکي چې غواړي د افغانستان په هکله یو څه ولیکي هم دې مرکز ته مراجعه کوي.

د افغانستان پیژندنې څيړنیز مرکز د سید جمال الدین افغان مقبرې ته نزدې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون له خوا جوړ شوې دی.

دغه مرکز د افغانستان په اړه د وروستیو ۵۰ کلونو اسناد چې د امریکایې څیړونکې نانسي دوپري له خوا راټول شوې دي په ډیجیټاله بڼه د تحقیق کوونکو او څیړونکو په اختیار کې ورکوي. امریکایې څیړونکې نانسي دوپري د خپل عمر دوه پر دریمه برخه د دغو اسنادو په راټولو او د دغه مرکز پر جوړولو لگولې ده. نانسې دوپرې چې اوس زړه او کمزورې شوې ده، خو بیا هم په دغه مرکز کې د افغانستان د خلکو په خدمت بوخته ده.

عبدالوحید وفا وایې چې دا مرکز پخوا د اریک په نامه سره یادیده چې پخوا د پاکستان په پيښور ښار کې د اکبر موسیسې یوه څانگه وه. وروسته له ۲۰۰۵م کال څخه افغانستان ته راانتقال شو او د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز په نوم سره ونومول شو.

د وفا په خبره په ۲۰۰۵ کال کې دغه مرکز د افغانستان اړوند۳۵۰۰۰ اسناد درلودل، خو اوس یې شمیر ۱۰۰ زرو اسنادو ته رسیدلې چې په دې کې د ورځپاڼو کلکسیونونه او مجلې شاملې دي چې د ټوک په حساب ۲۵ زره ټوکه کتابونه کیږي. د هغه په خبره په اوس وخت کې د کابل پوهنتون د نړیوال ستندرد مطابق یوازی یو تحقیقي او څیړنیز مرکز لري.

د کابل پوهنتون یوه محصله کریمه چې ځنې وختونه د معلوماتو ترلاسه کولو له پاره دغه مرکز ته ورزي وایې: «رښتیا هم د افغانستان د معلوماتو منبع د تحقیقي او څیړنیزو کارونو له پاره یو عصري، منظم او معتبره مرکز دی. د افغانستان ټول پوهنتونونه داسې یوخ مرکز ته اړتیا لري. زه په خپلو څیړنیزو پروژو کې د همدې مرکز له معلوماتو څخه استفاده کوم.»

عبدالوحید وفا د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له څانگې څخه فارغ شوې دی. هغه ۱۱ کاله د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره کار کړی او د امریکا د هارورد په پوهنتون کې یې یوه کلنه روزنیزه دوره بشپړه کړې ده. وفا د ورځې لس ساعته په دې مرکز کې کار کوي.

د هغه اصلي دنده د دغه مرکز د فعالیتونو مدیریت او همغږي ده. وفا وایې: «د اسنادو راټولول، تحقیق او د تحقیق د ترسره کولو لارې چارې، د کورسونو او سیمینارونو په ترڅ کې د کتاب د مطالعې ترویج او کتابتون په برخو کې کار کوو. د ټول افغانستان په کچه په ښوونځیو او عامه ځایونو کې موږ تر ۲۵۰ ډير کوچني کتابتونونه لرو.» سربیره پر دې د افغانستان د معلوماتو منبع د دغه هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره یو آنلاین کتابتون هم لري.

د رضا حسیني په اند وفا د افغانستان د تحقیقاتي منبع د مرکز یو ډیر ښه او بریالې مشر دی: «هغه ډیر ښه چلند لري او په عین وخت کې د افغانستان د شرايطو او روزنیز چاپيریال په هکله ډیر ښه درک او پوهه لري.»

د حسینې په خبره دغه ځوان مشر تل هڅه کړې ده چې محصلین دغه مرکز ته مراجعه وکړي. حسینې زیاتوي چې د وفا یوه بله ځانگړنه په دې کې ده چې د خپلو همکارانو لاس یې خلاص پریښې دی، څو هر څوک خپل استعداد او خلاقیت ته وده ورکړي.

د دغه مرکز د پروگرامونو نظارت او همغږۍ سربیره د بهرنیو اړیکو ټینگول، تنظیم او له تمولونکو سره ارتباط نیول د هغه له مسئولیتونو څخه دي.

رحیم قدردان د عبدالوحید وفا یو همکار دی. د قدردان په خبره وفا ډیر ښه مدیریت لري او له کله راهیسې چې هغه د افغانستان د معلوماتو منبع مرکز مشري پر غاړه اخیستې ډیر مثبت تغیرات رامنځ ته شوي دي. نوموړی زیاتوي: «بسپنه ورکوونکو ته قناعت ورکول کوم اسانه کار نه دی، وفا له خپل ښه مدیریت سره توانیدلی دی چې دوی ته قناعت ورکړي. موږ خپل د کار ساحه پراخه کړو او د ټول افغانستان په کچه او حتی ځنو نورو هیوادونو ته یې هم وغځوو.»

سره له دې چې عبدالوحید وفا یو ډیر ښه مشر دی او د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز د فعالتیونو د پراخولو له پاره یې ډیر کوښښونه کړي دي، خو داسې نه شي کیدای چې د دغه مرکز د بنسټ ایښودونکو، کارمندانو،همکارانو او مالي تمویلونکو پر فعالیتونو سترگي پټې شي.