ځایي اتل په انځورونو کې: هغه پالوان چې د خلکو خدمت کوي
ستار پالوان، د هرات ولایت يو له مشهورو پالوانانو څخه دی چې په زاړه عمر کې د خپلو خلکو له پاره په دغه ولایت کې یو موزیم، ژوبڼ، تفریحي پارک او همداشان د معتادینو د درملنۍ یو مرکز په خپل شخصي لگښت جوړ کړي دي.
د هرات ولایت یو تن اوسیدونکی ستار پهلوان د لرغونو آثارو د خوندي کولو هلې ځلې کوي. هغه د تاریخي آثارو یو موزیم جوړ کړی دی.
هغه د افغانستان د فرهنگي کور په مرسته په هرات ولایت کې دغه موزیم د لرغونو آثارو د خوندي کولو له پاره جوړ کړی دی.
په دغه موزیم کې داسې لرغوني توکي ساتل کیږي چې آن څو سوه کاله زوړوالی لري.
ستار پهلوان بارک چې د دغه بنسټ موسس دی، په خپل دې کار سره د تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول غواړي.
په دغه موزیم کې د افغانستان د پخواني پاچاهانو، لیکوالانو او شاعرانو انځورونه، د کتابونو پخوانۍ نسخې او د نقاشۍ عصري تابلوگانې هم شته.
پهلوان بارک وایي چې دغه آثار د ۴۰ کلونو په موده کې راټول شوي دي.
ستار پهلوان چې په ځوانه کې یو سوداگر وو، د دې موزیم زیات شمیر آثار یې د هرات له عتیقه پلرونکو او سوداگرو څخه رانیولي دي.
د هغه په خبره دغه موزیم د رسمي جواز له مخې جوړ شوی دی.
د معتادینو له پاره د درملنې مرکز چې د خپل باغ په څنډه کې یې دی، هم په خپل شخصي لگښت جوړ کړی دی.
لکه څرنگه چې له نوم څخه معلومیږي، په ځوانۍ کې پهلوان وو او د نشه یي توکو سخت مخالف دي.
ضیا مالدار، یو هراتی دی چې په خپله یې ۲۲ کاله له نشه يي توکو څخه استفاده کړې ده. هغه دوه کاله وړاندې په ایران کې د درملنې له لارې وتوانید چې نشه پریږدي او دغسې یو مرکز یې په هرات کې د پهلوان په مرسته پرانیست.
په دې مرکز کې په نشو روږدو کسانو ته درمل نه ورکول کیږي بلکې د اوبو او رواني درملنې له لارې له هغوی سره مرسته کیږي.
هغه چې اوس د معتادینو د درملنې د دغه مرکز مسوول دی وایي چې ستار پهلوان د دغه مرکز مالي لگښت ورکوي او د هغې څارنه کوي.
د دغه مرکز د جوړیدو شپږ میاشتي هم لا نه کیږي خو تر اوسه ۲۸۰ تنه پر دې توانیدلي چې له نشو لاس واخلي.
اوس په دغه مرکز کې تر ۴۰۰ زیات کسان تر درملنې لاندې دي.
ستار پهلوان له دغو فعالیتونو پرته په هرات ولایت کې یو ژوبڼ، تفریحي پارک او گلخانه هم جوړه کړې ده، چې سړیا کولی شي په وړیا توگه ورشي. هغه اوس د ډیری کسانو له پاره یو اتل دی.