1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځایي اتل په لږ امکاناتو ماشومانو ته لیک لوست زده کوي

۱۳۹۴ مهر ۶, دوشنبه

د کندهار ولایت د دریمي ناحیې اوسیدونکی محمد عیسی کاکړ په ډیرو لږو امکاناتو هغو ماشومانو ته لیک لوست زده کوي چې د بیلابیلو لاملونو له کبله یې کورنۍ دولتي ښوونځیو ته د تگ اجازه نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/1GefD
انځور: DW

اووه کلنه زینب په خپل ماشوم غږ راته د افغانستان ملي سرود وایي. دا چې پوهیږي غږ یې ثبتوم، نو کله نا کله یې ځینې کلمې له یاده ووځي، خو بیا هغه متن تکراروي او ملي سرود له سره تر پایه پورې راته په وايي. په غږ کې یې د راتلونکې له پاره هیله اوریدل کیږي.

که څه هم د مریم پلار هغه ښوونځي ته له تلو منع کوي، خو زینب اوس د خپلو نورو ډیرو ټولګیوالو په څیر لیک لوست کولای شي او د ډیرو کتابونو په نومونو هم پوهیږي. زینب او شاوخوا ۴۵ نور داسې ماشومان چې کورنۍ یې هغوی ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکوي، د محمد عیسی کاکړ له خوا په یوه جوړ شوي کورس کې خپلې زده کړې کوي.

کاکړ چې په خپله د کندهار ولایت په ادبیاتو پوهنځي کې زده کړې کوي، تر هغه وروسته چې ولیدل ډیر شمیر ماشومان د هغوی د مېندو او پلرونو له خوا د بیلابیلو لاملونو له کبله ښوونځي ته نه پریښودل کیږي، نو د خپل کور په مخ کې یې په ډیرو لږو امکاناتو یو کور جوړ کړ چې اوس پکې ۱۵ نجونو او شاوخوا ۳۰ هلکانو ته زده کړې کوي.

د هغه په کورس کې څوکۍ او میزونه نشته. ځمکه په څو ټوټو فرش پوښل شوې ده، او د کورس یوازینی ټولګی دروازه هم نه لري. د ور پر ځای یو شین رنګه پلاستکې ټوټه ځوړنده ده. خو ماشومان بیا هم له دې کبله خوشحاله دي چې هغوی کولای شي له دې ځوانه چې په خپله یې په ډیرو سختو شرایطو کې زده کړې دي، لیک لوست زده کړي او بیا وروسته په دولتي ښوونځیو کې له لوړو ټولګیو خپل درسونه پیل کړي.

محمد عیسی کاکړ، وایي چې کله یې ولیدل چې د دغو ماشومانو والدین د بیلابیلو لاملونو له کبله اجازه نه ورکوي چې هغوي ښوونځي ته ولاړ شي نو خپله یې اقدام وکړ او دغه کسان یې دې ته قانع کړل چې ماشومانو ته یې د زده کړې اجازه ورکړي. هغه وایي: «له دریمې ناحیې څخه ښوونځي لیري دي او له همدې کبله یې پلورونه دغو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چې هغوی ښوونځي ته ولاړ شي.»

کاکړ وایي چې ډیر زده کوونکي په ښوونځیو کې معیاري زده کړې ته لاسرسی نه لري او له بلې خوا دغه ماشومان د خپلو کورنیو له خوا هم د لارې د لیرې والي او یا هم نورو ستونزو له کبله ښوونځي ته نه پریښودل کیږي، او په همدې خاطر هغه پریکړه وکړه چې د خپل کور په مخ کې یو ځای چې پخوا به په کې څاروي ساتل کیدل، په ټولګي بدل کړي او ماشومانو ته پکې زده کړې وکړي. هغه وايي: «له دې کاره مې هدف دا دی چې له زده کوونکو سره په ډیر اخلاص هغه زده کړې شریکې کړم چې ما زده کړې دي. او دی ښه راتلونکې ولري.»

د روښانه راتلونکې له پاره کار

تیر کار د کاکړ په ټولګي کې تر پنځوسو ډیر زده کوونکي وو، خو هغه یو شمیر کسان د هغوی د والدینو د موافقې ترلاسه کولو وروسته په ښوونځیو کې شامل کړل. دغه ځوان په دې پوهیږي چې له ده سره په زده کړو بوخت ماشومان باید د یوې ښې راتلونکې لرولو له پاره په دولتي ښوونځيو کې د زده کړې چانس ولري.

کاکړ اوس د کندهار ولایت د معارف ریاست له یو شمیر چارواکو سره په تماس کې دی چې له ده سره په زده کړو بوخت ماشومان په لوړو ټولګیو کې ومني، څو هغوی وکولای شي په معیاري توګه او په دولتي ښوونځیو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي: «د کال په سر کې زما سره تر ۶۰ پورې زده کوونکي وو، هغوی ټولو له ما سره لومړی او دویم ټولګی ویلی وو. هغوی مي پخپله په ښوونځي کې شامل کړل او اوس په دولتي ښوونځیو کې په لوړو ټولګیو کې زده کړې کوي.»

خو دا کاري ښايي ډیر اسانه هم نه وي، ځکه د زینت په څیر ډیرو ماشومانو ته د هغوی د مېندو او پلرونو له خوا اجازه نه ورکول کيږي چې د لاري د لیري والي او یا هم نورو لاملونو له کبله په دولتي ښوونځيو کې زده کړي وکړي. کله چې له زینت څخه پوښتم چې ایا غواړي په دولتي ښوونځي کې زده کړې وکړي او که نه، هغه راته په لنډ ځواب کې یوازې وایي: «پلار مې نه پریږدي، ځکه دولتي ښوونځۍ لیرې دی.»

کاکړ هم دا ستونزه درک کړي او وایي چې د ماشومانو له والدینو سره په اړیکه کې دی او هڅه کوي چې ماشومان باید د معیاري زده کړو له پاره ښوونځي ته ولاړ شي.

کاکړ د خپل دې هڅه له کبله د ډیر شمیر کندهاریانو له پاره یو سیمه ییز اتل دی. هارون همت چې په کندهار ولایت کې د یوې سیمه ییزې راډیو له پاره د خبریال په توګه کار کوي وایي چې محمد عیسي کاکړ، د ډیر شمیر نورو افغانانو له پاره یوه بیلګه ده ځکه هغه د خپلو شخصي امکاناتو په کارولو سره د خپلې سیمې د ماشومانو راتلونکې جوړوي: «په هغو سیمو کې چې والدین د ځینو مصرفیتونو له کبله د خپلو ماشومانو زده کړې ته پام نه کوي، د دغه شان کسانو شتون ډیر ارزښت لري ځکه هغوی پر ځان باندې ډیر شمیر ماشومان راټولوي او د هغوی راتلونکې له پاره کار کوي. که موږ د دغو کسانو کار تر نورو ورسوو، نو کیدای شي چې هغوی د نورو له پاره په یوې بلګې بدل شي او نور ځوانان هم د ماشومانو زده کړې ته کار وکړي.»

همت وایي چې د کندهار په څیر ولایتونو کې د کاکړ کار ډیر ارزښت لري ځکه ماشومان د زده کړو په مرسته له خپل هیواد سره مینه پیدا کوي او د زده کړو په ارزښت خبریږي: «که دغه ماشومان زده کړې وکړ نو هغوی بیا بل څوک نه شي خطا ایستلی او په نشه ای توکو او نور فسادونو نه اخته کیږي. د کاکړ په څیر ځوانان دغو ماشومانو ته ښي چې یوازې زده کړه د ستونزو د حل لاره ده.»

محمد عیسی یوازې له خپلو هغو زده کوونکو څخه د ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو تر منځ میاشتینی فیس ترلاسه کوي چې اقتصادي توان یې ولري خو هغه دغه پیسې د ځان له پاره نه اخلي او په ترلاسه شویو پیسو بیرته د ټولګي له پاره مارکرونه، سپینې تځتې او هغو زده کوونکو ته چې اقتصادي توان و نه لري کتابچې، کتابونه او قلمونه اخلي.