ځوانه افغانه پيلوټه غواړي پر نړۍ راوگرځي
يوې ځواني افغاني پيلوټي پر نړۍ باندي د راگرځېدو سفر په يوه کوچنۍ الوتکه کي يوازي پيل کړی. دا به په نړۍ کي تر ټولو ځوانه ښځه وي چي پر نړۍ يوازي راگرځي.
۲۹ کلنه ښايسته واعظ، چي د دوشنبې په ورځ ئې د کاناډا په مونتريال کي يوه وقفه لرله غواړي چي په ټوله ايزه توگه پخپلي «بيتشکرافت بونانزا» الوتکي سره ۲۵۸۰۰ کيلومتره پرواز وکړي.
هغه به د نړۍ د پنځو براعظمو په ۱۸ هيوادونو کي ۳۰ وقفې يا ناستي ولري. هغه غواړي چي پر نورو سربيره په مصر، قطر، هند، اندونيزيا، سینگاپور او اوستراليا کي وقفه ولري.
د روان کال د اگست مياشتي په نيمايي کي به بيرته د امريکا متحدو ايالاتو فلوريدا ته راوگرځي له کومه ځايه چي هغې د يکشنبې په ورځ خپل سفر پيل کړی دئ.
دغه سپکه الوتکه په ساعت کي ۳۲۰ کيلومتره واټن وهلای سي. که چيري ښايسته واعظ دغه سفر بشپړ کړي. دا به په نړۍ کي لومړی تر ټولو ځوانه پيلوټه وي چي پر نړۍ باندي راگرځي.
هغې په امريکا کي له الوتلو سره مينه پيدا کړه او وتوانېده چي د پيلوټۍ جواز واخلي. په دې سره نو هغه په افغانستان کي تر ټولو ځوانه ملکي پيلوټه بلل کيږي.
ښايسته واعظ غواړي نورو ښځو ته يوه بېگله وگرځي.
واعظ په مونتريال کي د وقفې پرمهال وويل: «هغه وخت چي له الوتلو سره مي ليوالتيا پيدا سوه. مطالعه مي پيل کړه.» هغې زياته کړه: «هغه څه چي مهم دي هغه لېوالتيا ده.»
ښايسته واعظ مخکي تر دې چي په ۱۹۸۷م کال کي له خپلي کورنۍ سره امريکا متحدو ايالاتو ته ولاړه سي، د مهاجرو په کمپ کي ئې ژوند کاوه.