1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځيني استازي د پارلمان غړيتوب څخه بي برخي کيږي

۱۳۹۰ مرداد ۲۷, پنجشنبه

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکو نن(پنجشنبه) وويل کيداي شي د افغانستان د ولسي جرګي ځيني هغه استازي چی په ټاکنوکي په درغليو تورن شوي دي، له جرګي څخه وايستل شي

https://p.dw.com/p/12JCL
د افغانستان ولسی جرگه
د افغانستان ولسی جرگهانځور: DW

نوموړي کميسيون وروسته له هغی دغه خبره وکړه چي د ټاکنو يوي ځانکړي محکمي په پارلماني ټاکنو کي د درغليو شواهد وړاندی کړل.

د طالبانو د رژيم د ړنګيدو وروسته د تيري سپتمبر په مياشتي کي افغانانو د دويم ځل لپاره ، د افغانستان د يو نوي پارلمان د جوړيدو لپاره رايي ورکړي.

که څه هم د ټاکنو کميسيون ورستۍ پايلي اعلان کړي، خو په دغو ټاکنو کي د درغليو د شتون په سر لانجه روانه وه.

تيره اونۍ افغان ولسمشر، حامد کرزي، د ټاکنو د شخړي د د ختمولو دنده د ټاکنو خپلواک کميسيون ته وسپارله. کرژی دغه تصمیم د ټاکنو د استیناف د محکمی څخه وروسته ونیو.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون يوه وياند، تابش فروغ، د فرانسي خبري اژانس ته وويل «کيداي شي د پارلماني ټاکنو په ځينو پايلو کي بدلون راشي.»

د ټاکنو د کميسيون دغه وياند زياته کړه چي سازمان به يي د راتلونکي اونۍ په پيل کي د افغانستان د ټاکنو د کړکيچ د حل لپاره خپله وروستۍ پريکړه وړاندي کړي.

په ولسي جرګه کي پر 62 څوکيو باندي شخړه ده. هغه کسان چي اوس په دغو څوکيو ناست دي، ادعا لري چي د «آزادو ټاکنو» په نتيجه کي ولسي جرګي ته تللي دي. خو د هغوي سيالان چي بهر پاتي دی پر هغوي د درغليو تور لګوي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون يوه لوړ پوړي چارواکي چي د نوم د نه بربڼډولو په شرط يي خبري کولي، وويل د ټاکنو د کميسيون له وروستي پريکړي سره سم ښايي شا او خوا لس وکيلان د ولسي جرګي له غړيتوب څخه بي برخي شي.

دغه چارواکي زياته کړي چي د ټاکنو په وروستيو پايلو کي بدلون حتمي دي. د دغه چارواکي په حواله د ګوښه کړاي شويو وکيلانو پر ځاي به هغه وکيلان ولسی جرګی ته لاره پيدا کړي چي پخوا يي رايي د ټاکنو د شکاياتو د کميسيون له لوري باطلي شوي وي.

کرزي د يوه فرمان په ترڅ کي تيره اونۍ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون ته دنده ورکړه چي په دغه هيواد کي د ټاکنو اوږدی لانجی ته د پاي ټکي کيږدي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم