1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځيني افغان مهاجر به په روانه مياشت کي بيرته ستانه کړل سي

۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزير غواړي چي يو شمېر افغان مهاجر په روانه مېلادي مياشت (فيبروري) کي لا بيرته خپل هيواد ته ستانه کړي. دا چي شمېر به ئې څومره وي تر اوسه لا روښانه نه دئ.

https://p.dw.com/p/1HsmG
انځور: DW Eigendreh

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير غواړي چي د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو پروسه چټکه کړي. هغه د دې کار له پاره د جرمني د ايالتونو د کورنيو چارو له وزيرانو څخه د مرستي غوښتنه کړې ده.

د جرمني خبري آژانس (dpa) د راپور له مخي ديميزير په دې اړه د جرمني د ايالتونو د کورنيو چارو وزيرانو کنفرانس ته يو ليک لېږلی دئ او غوښتي ئې دي چي په روانه مياشت کي د ځينو افغان مهاجرو د بيرته لېږلو له پاره د يوه پرواز په برابرولو کي ورسره مرسته وکړي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي ديميزير غواړي هغه مثبت زيگنالونه چي ئې افغانستان ته د سفر پرمهال تر لاسه کړي ژر په عمل کي پلي کړي.

هغه د ايالتونو د کورنيو چارو له وزيرانو غوښتي دي، څو هغه افغان مهاجر چي د بيرته لېږلو پر شرايطو برابر دي نومونه ئې ثبت کړي. هغه ويلي دي چي د ايالتونو دغه کار د خنډونو په ژر ليري کولو کي ډېره مرسته کولای سي.

جرمني غواړي چي د افغان پناه غوښتونکو شمېر لږ کړي، ځکه نو غواړي چي ډېر افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه سي. د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په همد دليل څو ورځي دمخه افغانستان ته سفر وکړ.

د جرمني د کډوالو چارو ادارو تېر مېلادي کال نژدې ۱۵۰ زره افغان پناه غوښتونکي ثبت کړي دي چي دا تر هغه د تېر کال په پرتله خورا زيات ول. په ۲۰۱۴م کال کي يوازي ۹۷۰۰ افغانانو په جرمني کي د پناه غوښتنه کړې وه.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي تيره اونۍ له دويچه ويله سره په مرکه کي وويل چي د افغانستان او جرمني ترمنځ يوازي د پخپله خوښه راستنېدونکو افغان مهاجرو په اړه تفاهم سته او د «په زوره ايستلو» په اړه کومه موافقه نه ده سوې.