1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څارنوالان وايي برادلي منينگ ملامت دی

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۴, جمعه

څارنوالانو د برادلي منينگ، د قضيې په اړه په خپله وروستۍ اعلاميه کي ويلي دي چي هغه له دښمن سره اگاهانه مرسته کړې ده. منينگ د امریکا د استخباراتو په زرونو پټ اسناد ويکيليکس انترنيت پاڼي ته ورکړل ول.

https://p.dw.com/p/19EhU
WASHINGTON, DC - JANUARY 08: Pfc. Bradley E. Manning is escorted from a hearing, on January 8, 2013 in Fort Meade, Maryland. Manning attended a motion hearing in the case of United States vs. Pfc. Bradley E. Manning, who is charged with aiding the enemy and wrongfully causing intelligence to be published on the internet. He is accused of sending hundreds of thousands of classified Iraq and Afghanistan war logs and more than 250,000 diplomatic cables to the website WikiLeaks while he was working as an intelligence analyst in Baghdad in 2009 and 2010. (Photo by Mark Wilson/Getty Images)
Anhörung Bradley Manning Fort Meade USAانځور: Getty Images

د برادلي منینگ، د قضيې څارنوال جگړن اشدن فين، د پنجشنبې په ورځ په محکمه کي وويل، چي هغه يعنی منينگ په خپله خوښه په زرونو سندونه د ويکي لیکس افشاکوونکي ويب سايټ په اختيار کي ورکړي دي.

فين دغه راز ادعا کړې ده چي دغه افشاکووني له هغه قرارداد څخه سرغړونه ده چي په عراق کي ئې له يوه استخباراتي څېړونکي سره د کار زده کولو پر مهال لاسلیک کړی وو.

څارنوال ويلي دي چي منينگ په دې پوهېدی چي کيدای سي دغه اسناد د القاعدې او د هغې د پخواني رهبر اسامه بن لادن لاس ته ورسي.

۲۵ کلن منينگ، چي د امريکامتحده ايالاتو په پوځ کي د خصوصي قراردادي په توگه منل سوی وو، اقرار کړی دی چي د ديپلوماتيکو اړيکو، جنگي ويديوگانو او په بغداد کي پر ملکي خلکو باندي د يوې څرخي الوتکي د يرغل په اړه ئې په سوو زره سندونه ويکي لیکس ته ورکړي دي. د هغه دغه کار د امريکا متحده ايالاتو په تاريخ کي د استخباراتي معلوماتو تر ټولو ستره افشاکوونه ده.

منينگ په ۲۱فقرو کي تورن دی. پر هغه باندي تر ټولو ستر تور دا دی چي له دښمن سره ئې مرسته کړې ده. دغه تور کيدای سي د هغه د عمري بند سبب وگرځي. منينگ دغه راز له استخباراتي لايحې څخه په سرغړونه هم تورن دی. دی اتم کس دی چي د اوباما ادارې ورباندي د لومړي نړيوال جنگ قانون د تطبيقېدو غوښتنه کړې ده.

په هيواد کي دننه بحثونه

منينگ وايي هغه فکر نه کوي چي دغو معلوماتو دي په افغانستان او عراق کي د سرتيرو ژوند په خطر کي اچولی او يا دي ئې ملي امنيت ته ضرر رسولی وي. هغه وايي چي غوښتل ئې د عراق پر جگړې روښنايي واچوي.

منينگ د روان کال په فيبرورۍ مياشت کي په يوه ۳۵ مخيزه اعلاميه وويل: «زه ډاډه يم چي ټولو خلکو به دغو معلوماتو ته لاس رسی لرلی وي... دغه کار کولای سي چي د بهرني سياست او پوځي رول په اړه په هيواد کي دننه نوي بحثونه را پورته کړي.»

منينگ د مدني حقونو د مدافعانو او جنگ ضد سازمانونو ستر ملاتړ لري. مخکي تر دې چي د هغه محاکمه پيل سي په سوو پلويان ئې د محکمې د ودانۍ مخي ته راټول سوي ول.

د پنجشنبې په ورځ په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کي د منينگ په ملاتړ د په سوو پلويانو له خوا چي پخواني پوځيان، مدافع وکيلان، خبريالان، هنرمندان او ښاريان شامل ول يو ليک خپور سو. د دغه ليک لاسليکوونکو د هغه د آزادۍ غوښتونکي سوي دي. په دغه ليک کي راغلي دي: «په هغه وخت کي چي موږ حقيقت ته اړتيا لرو، د امریکا د پوځ يو ځوان قراردادي زموږ اتل د آزادو څرگندونو په سبب مسئول گڼل کيږي.»

څارنوالانو تلاښ کړی دی، چي منينگ د يوه بې وفا کس په توگه ياد کړي. فين وويل: «برادلي منينگ په رښتيا يوازي هغه څه ته چي توجه کوله هغه ئې خپل ځان وو.» فين زياته کړه چي هغه د ویکي ليکس ويب پاڼي د موسس جوليان اسانج د خوشحالۍ له پاره څومره چي ئې په وسه ول مخفي معلومات د هغه په اختيار کي ورکړل.

فين وويل: «دی په دې ښه پوهېدی چي هغه څه چي د ويکيليکس له پاره برابروي، د دښمن لاس ته ورځي، ځکه چي دښمن له ويکيليکس څخه کار اخلي».

خو د منينگ مدافع وکيل وويل چي داسي شواهد نسته چي ووايي چي هغه پوهېدی چي له ويکيليکس څخه په ځانگړې توگه القاعده گټه اخلي.