1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څارنوالي: اداري فساد داسي ژر د منځه نسي تلای

۱۳۸۹ خرداد ۲, یکشنبه

د لوي څارنوالۍ چارواکي وايي، چي اداري فساد يو ازي په مجازاتو سره د منځه نه ځي، بلکي مهمه داده چي د فساد د رامنځته کېدو د عواملو سره مبارزه وسي...

https://p.dw.com/p/NVHP
افغانستان دېرش کاله جنګ ځپلی دی په اسانه پکښي فساد نه سي ورکېدای. خو بيا هم موږ د دې کار دپاره د څارنوالۍ په اډانه کي يو نوی رياست تاسيس کړی دی.
افغانستان دېرش کاله جنګ ځپلی دی په اسانه پکښي فساد نه سي ورکېدای. خو بيا هم موږ د دې کار دپاره د څارنوالۍ په اډانه کي يو نوی رياست تاسيس کړی دی.انځور: dpa

د لوي څارنوالۍ مرستيال څارن پوه فضل احمد فقيريار وايي، چي همدا اوس يې د اداري فساد او اختلاس 230 دوسيې بشپړي کړي دي، چي په دې کي پخواني او اوسني وزيران او لوړ پوړي دولتي مامورين شامل دي، چي پړاو په پړاو نيول کيږي او په ټاکلې جزا محکوميږي.

هغه وويل ځيني لوړ پوړي دولتي چارواکي چې په اداري فساد او اختلاس تورن دي په بهرنيو هېوادونو کي دي، چي د ا نتر پول پوليسو لخوا يې کابل ته د راليږدولو په اړه ګامونه اخستل سوي دي.

دا چي لويه څارنوالي دا وخت په کومو مهمو چارو بخته ده فقيريار د آلمان ږغ راډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کي وويل.

«د افغانستان دا ساسي قانون د څلورديرشمي مادې د سپارښت له مخه لويه څارنوالي ټو ل جرمونه تر تحقيق او څېړني لاندي نيولي دي، چي په دې لړ کي خورا مهم په ترهګرۍ پورې اړوند جرمونه، د نشه يي موادو د قاچاق، اداري فساد او د ښځو په وړاندي د زور زياتي پيښي دي، چي دا وخت تر تحقيق لاندې دي.»

دويچه ويلي: ځيني لوړپوړي دولتي چارواکي هم ترتحقيق لاندي دي؟

فقيريار: هو دا مهال په لوي څارنوالۍ کي د ګڼو دوسيو ترڅنګ يوشمېر پخواني او اوسني وزيران هم د اداري فساد او اختلاس په تور تر تحقيق لاندي دي، چي په دې کي ځيني دوسيې لا د کشف او معلوماتو د راټولولو په حال کي دي. زموږ سره په دې تحقيق کي د پوليسو او ملي امنيت ترڅنګ د اروپايي ټولني او ځيني نور ارګانونه هم همکاري لري.

دويچه ويلي: کولای سي د تورنو وزيرانو يا لوړپوړو چارواکو نومونه واخلئ؟

فقيري: نه خير د اساسي قانون د سپارښت له مخه تر څو پوري، چي تو رن په کوم جرم محکوم سوي نه وي افشا کول يې جواز نه لري.

دويچه ويلي: بهرنيو هېوادونو افغان دولت ته د اد اري فساد د له منځه وړلو دپاره شپږ مياشتي مهلت ورکړي کولای سئ چي په دغه موده کي ددې کار مخنيوی کړی؟

فقيريار: افغانستان دېرش کاله جنګ ځپلی دی په اسانه پکښي فساد نه سي ورکېدای. خو بيا هم موږ د دې کار دپاره د څارنوالۍ په اډانه کي يو نوی رياست تاسيس کړی دی، چي د ديرشو څارنوالانو لخوايې د تحقيق چاري پرمخ وړل کيږي. خو ډېره مهمه دا ده چي لومړی بايد د فساد عوامل په ګوته سي او بيا ورسره ټاکونکې مبارزه وسي.

کابل/ جمال کوټوال

کتونکی. زيارمل