1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څارونکي: افغان حکومت د خپلو پوليسو د شمېر څخه نا خبره دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۶, سه‌شنبه

يوې امريکايي څارونکي ډلي ويلي دي چي افغان حکومت په دقيقه توګه په دې نه پوهيدی چي د ملي پوليسو په ليکو کي څومره کسان جذب سوي. اوس انديښنه داده چي د نړيوالو لخوا افغان پوليسو ته معاشونه ورکول پر سمه لاره نه مصرفيږي

https://p.dw.com/p/1147m
افغان ملي پوليس
افغان ملي پوليسانځور: Hamid Safi

د افغان پوليسو د حسابونو د تصفيې او معاشونو سيستم « د افغانستان د بيا رغوني د ځانګړي پلټونکي» ادارې په نامه ياديږي.

دغه اداره وايي چي د ملګرو ملتونو د نړيوال مرستندوی پروګرام له لاري د ۲۰۰۲ م کال را پدېخوا افغان پوليسو ته د معاشونو په برخه کي 1.26 بيلونه ډالره ورکړل سوي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی عمومي پلټونکی هيربرټ رچرډسن وايي چي د معاشونو د مرکزي سيستم د نشتوالي له امله دا ويل ګران دي چي « واقعاً دا پيسې په مصرف رسيږي» او وايي چي د ملګرو ملتونو لخوا څارنه يې خپله يوه «موضوع » ده.

د طالب جنګيالو لخوا د کيندل سوي تونل له لاري د دوشنبې په ورځ د کندهار د عمومي محبس څخه شاوخوا ۵۰۰ تنو زندانيانو تر تيښتي وروسته، اوس د افغان دولت او د امنيتي ځواکونو وړتيا تر پوښتني لاندي راوستې.

د طالب جنګياليو پرخلاف جګړه کي، افغان ځواکونو ته د امنيت د سپارلو مسؤليت، د بارک اباما د مهمو ستراتيژيو څخه ګڼل کيږي. په ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر په مياشت کي د امريکا پر متحده ايالاتو تر حملې وروسته دا جګړه اوس خپل لسم کال ته داخله سوې.

د عمومي پلټونکي څخه کانګريس غوښتي ول چي وڅيړل سي تر څو په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو مرستي په څه ډول لګول کيږي.

هغه په خپل راپور کي ليکلي چي افغان حکومت د افغان پوليسو کره شميره نه سي په ګوته کولای ځکه دوی په دې نه دي توانيدلي چي په څلورو مختلفو سيستمونو کي د کار کوونکي دقيقه شميره دي په ګوته کړي.

د افغان حکومت د اوسني پلان له مخه، غواړي د روان کال د اکتوبر تر مياشتي د پوليسو شميره 134000 تنو ته لوړه کړي.

رچرډسن چي تيره ورځ په عراق او افغانستان کي د جنګ د وختونو د قراردادي کمپنيو کمېسيون ته خبري کولې. وويل چي افغان دولت د پوليسو د حسابي په اړه يو څه کوټلي ګامونه پورته کړي، خو په دې اړه يې خپله نا هيلي هم وښودله.

« ددې امکان سته چي خيالي کارکوونکي دي وجود ولري، غير حاضرکار کوونکي، او يو نفر په څو نومونو او داسي نور، او د هغوی د حساب کتاب دپاره هيڅ کومه لاره شتون نه لري.»

دسپتمبر په مياشت کي د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت د يو پلاوي لخوا روزګان ولايت ته د سفر پر مهال « هيڅوک دې ته تيار نه ول چي پوليسو ته د ورکړل سوو پيسو حساب ورکړي» او « يا چي کوم کارکوونکي په انفرادي توګه نغدي پيسې تر لاسه کوي.»

د افغانستان د پوليسو د معاشونو لپاره د ملګري ملتونو په صندوق کي د امريکا متحده ايالات دريمه برخه لري، خو واشنګټن د افغان ځواکونو په روزنه چي د امنيت مسؤليت ورته ورسپارل سي په ملياردونو ډالره مصرف کړي دي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل