1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څرخي الوتکې د طالبانو په سیمه کې ناسته کړې

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲, دوشنبه

چارواکي وایي چې یوه څرخي الوتکه چې په کې شپږ ترکان، دوه بهرني پیلوټان او یو افغان پیلوټ سپور وو په لوګر ولایت کې د طالبانو تر کنترول لاندې یوې سیمې کې ناستې ته اړ شوې. اټکل کیږي چې د الوتکې سپرلۍ د طالبانو په ولکه کې وي.

https://p.dw.com/p/18KOE
A UH-60 Black Hawk helicopter piloted by a crew from the Idaho Army National Guard Citizen Soldiers of Company A, 1-168 General Support Aviation Battalion lifts off from Gowen Field in Boise, Idaho on Saturday, April 7, 2012 as part of a one-year deployment to Afghanistan. (Foto:Idaho Press-Tribune, Charlie Litchfield/AP/dapd)
Symbolbild Afghanistan Hubschrauber Black Hawkانځور: dapd

یادښت: انځور مو له ارشیف څخه کارولی دی.

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې یوې څرخې الوتکې چې په کې شپږ ترک انجنیران او دوه نور بهرني پیلوټان سپاره ول، په لوګر ولایت کې د طالبانو تر کنترول لاندې په یوې سیمه کې بیړنۍ ناسته کړې ده.

دغه الوتکه د «خراسان کارګو هوایي شرکت» پورې تړاو لري چې د یکشنبې په ورځ یې د خرابې هوا له کبله د لوګر په ولایت کې بیړنۍ ناسته کړې ده. دغه خبر د خراسان ګارګو هوایي شرکت یوه چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط رسنیو ته ورکړی دی.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې په دې څرخي الوتکه کې ښپږ یا اووه ترک انجنیران، دوه بهرني پیلوټان او یو تن افغان پیلوټ سپور وو.

په همدې حال کې د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې کیدای شي اوس دغه کسان د طالبانو په ولکه کې وي. دغه الوتکه د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې ناستې ته اړ شوې ده. د لوګر په دغه ولسوالۍ کې طالبان ډیر فعاله دي.

د «خراسان کارګو هوایی شرکت» چارواکو له خپلو کارکوونکو سره د یکشنبې په ورځ ناوخته خبرې کړې دي، خو تر هغه وروسته یې بیا له دغو کسانو سره تماس نه دی ټینګ شوی. د لوګر ولایت د پولیسو یوه چارواکي رئیس خان صادق، ویلي دي چې هغه باور لري دغه کسان د یاغیانو په ولکه کې دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو هم دغه خبر تأیید کړی دی چې یوې څرخي الوتکې په لوگر ولایت کې بیړنۍ ناسته کړې ده، خو د پېښې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د رویترز خبري آژانس سره په تماس کې ويلي دي چې هغه لا تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړه جزئیات په لاس کې نه لري. مجاهد زیاته کړې ده چې هغه دا خبره چې د څرخې الوتکې سپرلۍ دې د طالبانو په ولکه کې وي لا تر اوسه پورې نه شي تأییدولای.

تر دې مخکې د ۲۰۱۱ کال په اگست میاشت کې طالبانو د امریکایي ځواکونو یوه څرخي الوتکه ویشتلې وه. په هغې پېښې کې ۳۰ تنه امریکايي سرتیري، اووه تنه افغانان او یو تن بل افغان ژباړونکی وژل شوي ول.

خراسان گارگو هوایي شرکت Mi-8 او Mi-17 څرخي الوتکې لري چې په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو او ملکي سازمانونو ته د کارگو خدمتونه وړاندې کوي.