1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«څرگندوني مي د اصلاح په خاطر وې»

سيد رياض (dpa)۱۳۹۱ اسفند ۲۵, جمعه

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي، چي د يکشبنې د ورځي په څرگندونو کي يې غوښتل «د امريکا سره د همکاریو په ښه والي کي مرسته وکړي نه چي هغه تخريب کړي.»

https://p.dw.com/p/17yKz
Afghan President Hamid Karzai gives a speech during an event to mark International Women's Day in Kabul March 10, 2013. REUTERS/Mohammad Ismail (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)
Hamid Karzai Präsident Afghanistan Kabul Rede Internationaler Frauentagانځور: REUTERS

په کابل کې د ولسمشر له دفتر څخه په یوه خپره شوې بیانیه کې د هغه له قوله ویل شوي دي: «موږ له امریکا متحده ایالاتو سره ښه اړیکې او ملګرتیا غواړو، خو دغه اړیکي باید د دوو خپلواکو هيوادونو تر منځ وي.»

په تیرو ورځو کې افغان ولسمشر پر طالبانو تور لگولی وو، چې تر ۲۰۱۴کال وروسته هم په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځونو د پاتي کیدو له پاره کار کوي.

خپره سوې وينا پاڼه د ولسمشر له قوله زیاتوي، دا چې افغانستان یو بې وزله هیواد دی، غواړي له امريکا او نورو هيوادونو سره يې اړيکې د افغانستان د ملي ګټو او واکمنۍ د درناوي پربنسټ ټينګې وي. همداراز ولسمشر کرزي د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو د مرستو څخه هم مننه کړې ده.

ولسمشر کرزي د بګرام زندان د سپارلو خبره هم کړې ده. په داسې حال کې چې د تیرې شنبې په ورځ متحده ایالاتو افغانانو ته د بندیانو د سپارلو وروسته د هغوی د آزادیدو د انديښنې له امله دغه پلان شوي مراسم وځنډول.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۳م کال د مارچ د میاشتې څوارلسمه» افغان ولسمشر حامد کرزي سره تلیفوني اړیکه نیولې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت  ویاندې ویکټوریا نولنډ، ویلي دي چې کیري «په داسې یوه مهم حیاتي پړاو کې چې دوی د بشپړ امنیتي مسوولیت افغانانو ته لیږدولو له پاره کار کوي، له یو بل سره د نزدې ګډ کارولو د اهمیت پر سر ټینګار وکړ.»

یوې امریکایي ورځپاڼي واشنګټن ټایمز د پنجشنې په ورځ د کرزي د څرګندونو وروسته د هغه بریښنا لیک په اړه رپوټ ورکړی وو، چې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان له لوري په کې خپلو سرتیرو ته د ممکنه بریدونو په اړه د تیارسئ خبرداری ورکړی وو.

په افغانستان کي میشتو ناټو ځواکونو هم دا خبره منلې وه چې په دغه هیواد کې د بهرنيو ځواکونو مشر جنرال جوزیف دانفورد، خپلو سرتیرو ته په یوه لیک کي هدایت کړی دې چې لا ډیر احیتاط وکړي، ځکه د هغه په اند د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندوني پر امریکايي ځواکونو باندي د بریدونو د ډیریدو لامل کیدای شي.

د کرزي دغه څرګندونې د واشنګټن او متحدینو له لوري د سخت غبرګون سره مخامخ شوې وې. په افغانستان کې د اپوزیسیون یوه مشر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې «غیر مسوولانه» بللې وې.