1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څلور امریکايي گورنران افغانستان ته تللي دي

اسوشیتد پرس/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۶, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو څلور گورنران د شنبې په ورځ په یوه ناببره سفر افغانستان ته رسیدلي دي. دغه سفر د هغو هئیتونه برخه ده چې د ترهگرۍ ضد مبارزې په هکله ورته معلومات ورکول کیږي او په دغه ځای کې له مېشتو سرتیرو سره ویني.

https://p.dw.com/p/1DMEm
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو په دغو گورنرانو یا ایالتي حکمرانانو کې چې افغانستان ته یې سفر کړی دی د نیویارک گورنر اندریو کومو، د نیوادا ایالت گورنر برین سنډو وېل، د تنېسه ایالت گورنر بل هېسلم او د مسوري ایالت گورنر جی نیکسن شامل دي.

دغه سفر په داسې یوه وخت کې تر سره کیږي چې په پام کې ده د دوشنبې په ورځ د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې مراسم تر سره شي. دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی وار وي چې واک له یوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته انتقال شي. د افغان چاروکو په حواله د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو له پاره چمتووالی نیول شوی دی.

د اسوشیتد پرس د خبري آژانس په حواله د نیویارک د گورنر د دفتر له خوا ویل شوي دي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت چارواکي هم په دغه سفر کې له گورنرانو سره مل دي. زیاته شوې ده چې دغه سفر د دفاع وزارت له لوري تمویلیږي. دغه گورنرانو ته د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هېک د سفر بلنه ورکړې وه.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې د نیویارک د گورنر اندریو کومو، له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د سختو امنیتي اندیښنو په پړاو کې، موږ له خپلو فدرالي شریکانو سره له نزدې کار کوو، تر څو د هیواد دننه په نیویارک کې آمادگۍ زیاتې شي او خپل هیوادوال د نړیوال تروریزم له گواښ څخه خوندي کړای شي.»

د نیویارک گورن، اندریو کومو
د نیویارک گورن، اندریو کوموانځور: Reuters

په دغه بیانیه کې وړاندې راغلي دي: «په عین وخت کې موږ باید د خپل پوځ د غړو دوامداره جرأت او قرباني له یاده و نه باسو چې د هیواد د باندې خدمات وړاندې کوي، او خپل ځانونه یې د هیواد د دفاع له پاره وقف کړي دي.»

د نیویارک د ملي گارد شاوخوا ۲۷۰ سرتیري په افغانستان کې مېشت دي. پر دې سربیره نیویارک ته څیرمه د «فورت ډرمز» په نوم د یوې بلې فرقې کابو ۹۰۰ سرتیري هم په افغانستان کې مېشت دي.

د نیوادا ایالت گورنر ویلي دي چې استازو د دې له پاره سفر کړی دی چې د اوسني ماموریت او د پلان شوي بیرته ستنیدونکي عملیاتو په هکله ښه معلومات تر لاسه کړي.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امنیتي انديښنو له کبله دغه سفر تر مخه نه وو اعلان شوی.