1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څلور اړخيزې ډلې پر اوکراين نوی تفاهم وکړ

۱۳۹۶ مرداد ۳, سه‌شنبه

د آلمان حکومت وايي چي د فرانسې، روسيې او اوکراين سره يې پر دې تفاهم کړی دی چي اوکراين د سولي پروسه کي د پرمختګونو له پاره اقدامات وکړي. ويل سوي چي په دې ترڅ کي د اوربند د ماتېدنې پر سمدلاسه مخنيوي هم تفاهم سوی.

https://p.dw.com/p/2h5xv
Deutschland G20 Emmanuel Macron, Wladimir Putin und Angela Merkel in Hamburg
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/Planet Pix/S. Kugler

آلمان وايي چي د اوکراين پر موضوع څلور اړخيزو خبرو کي پر دې تفاهم سوی دی چي بیړني اقدمات وسي تر څو د سولي پروسه پر مختګ وکړي. په دغو څلورو اړخونو کي د آلمان تر څنګ پخپله اوکراين، روسیه او فرانسه شامل دي. زياته سوې چي څلورو واړو اړخونو پر دې هم تفاهم کړی دی چي هغه سرغړونې بايد په سمدلاسه توګه ودرول سي چي د اوربند په وړاندي رامنځ ته سوي. دغه معلومات د آلمان حکومت د دوشنبې په ماښام ناوخته په يوه اعلاميه کي خپاره کړي دي. د دې څخه تر مخه د يادو څلورو هيوادونو حکومتي او دولتي مشرانو تليفوني خبري سره کړي وې.

په اعلاميه کي راغلي چي پر دې هم تفاهم سوی چي بايد لومړيتوب دا خبره ولري، چي د اوکراين له ختيځو برخو څخه درنې وسلې بېرته پر شا کش کړل سي. زياته سوې چي د آلمان لومړۍ وزيري انګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په لانجه کي پر ښکيلو دواړو اړخونو ږغ وکړ چي د بنديانو د تبادلې موضوع د روان مېلادي کال تر پای پوري بشپړه کړي. ويل سوي چي دغه تبادله دي د «ټوله د ټولو له پاره» پرنسپ او د مخکي تر سره سوو خبراترو او تفاهمونو په ړنا کي وسي.

د آلمان د حکومت له خوا په خپره سوې اعلاميه کي زياته سوې: «دواړه اړخونه به د خپلمنځي اقتصادي اړيکو د بيا ټينګولو له پاره يو د بل سره قدمونه اخلي.»

زياته سوې چي په دې تړاو به پر جزياتو خبري اتري وسي.

په اعلاميه کي راغلي چي د څلورو اړخونو دولتي او حکومتي مشران او په همدې توګه سلاکاران به يې په راتلونکې مياشت کي بیا يوه غونډه ولري. د هغه وروسته به د يادو څلورو هيوادونو تر منځ تليفوني اړيکي او خبري اتري ادامه ومومي چي د خبرو اترو دغه چوکاټ ته د «نورماندي فورمات» هم ويل کيږي. دا په داسي حال کي ده چي له مياشتو راهيسي د سولي هغه پلان پرمختګ نه دی کړی چي په جوړولو کي يې آلمان هم برخه درلودلې ده.

د دې څخه تر مخه اوکراين او روسيې اعلان کړی وو چي لوړپوړي سلاکاران به يې سره وويني. د اوکراين دولتي مشر پېترو پوروشېنکو، ويلي چي د جولای مياشتي ورځي د روان کال تر ټولو خونړۍ وې. د نظاميانو د معلوماتو پر اساس په تيرو اونيو کي د اوکراين د بېلتون غوښتونکو سره په جګړو کي ۲۰ اوکرايني عسکر وژل سوي دي. پورو شېنکو يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چي دغې سيمي ته د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک ولېږدول سي. خو لوېديځ تر اوسه د دغه وړانديز مخالفت کوي.